سپتمبر 19, 2020

دجهاد ګردونه !

دجهاد ګردونه !

وعن عائشة رضي الله عنها قالت: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ما خالط قلب امرئ رهج في سبيل الله إلا حرم الله عليه النار. رواه السنن .

ژباړه : له ام المؤمنین رضی الله تعالی عنهاڅخه روایت دی : چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي چې ویل يې : دیوه مجاهدزړه ته به دجهاد دغبار اودوړو اثر داخل نشي مګر داچې الله تعالی به دجهنم اور ورباندي حرام کړي .

تشریح : په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دجهاد یوه فضیلت ته اشاره کوي . نوچې دجهاد غبار دومره اهمیت اولوړشان لري څه فکرکوئ چې دجهاد عمل ،په جهادکې کړاوونه اوتکالیف تیرول ،په دې لاره کې مرګ اوژوند به څومره قیمتي وي . همدې خبرې ته په اشاره سره رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بل حدیث کې فرمايې : لغدوة اوروحة في سبیل الله خیرمن الدنیا ومافیها .یعني دسهار له خوا نیمه ورځ په جهاد کې تیرول یادماشام له خوانیمه ورځ په جهادکې تیرول ددنیاترټولو سرو ،سپینو،کروندو ،ګلو، رمو . لنډه داچې تردنیا اومافیها غوره دي .

Related posts