سپتمبر 24, 2020

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (شپږمه برخه)

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (شپږمه برخه)

فاتح افغان

د نفوذي بريدونو په اړه شبهات او ځوابونه

نفوذي بريدونو اشغالګرو امريکايانو ته د پام وړ ځاني او رواني تلفات اړولي، تيريګرو صليبيانو يې هم په وړاندې د مخنيوي د نورو لارو چارو او امنيتي تدابيرو ترڅنګ فکري سنګر هم نيولی او پرضد يې ډول ډول شبهې خپروي ترڅو که وکولی شي با احساسه افغان غازيان ترې راوګرځوي خو لله الحمد دغه شيطاني پوکي او مکرونه يې تراوسه بې اثره ثابت شوي او ګڼ شمير افغان اتلانو په پوره کاميابی نفوذي بريدونه ترسره کړي او بې شميره نور د خپل عهد پوره کولو ته انتظار باسي.

 

لومړی شبهه: نفوذي بريدونه په غدر کې داخل دي

د نفوذي بريدونو په اړه دا ستره شبهه تاويږي راتاويږي چې نفوذي بريدونه ناروا دي ځکه دا يو ډول غدر ده او غدر په اسلام کې ناروا ده.

موږ ددې شبهې په ځواب کې يوازې  دامام محمد رحمه الله په اقوالو بسنه کوو نوموړی په خپل کتاب السير الکبير کې وايې:

ولو تمكن الأسراء من قتل قوم من أهل الحرب غيلة وأخذوا أموالهم لم يكن بذلك بأس لأنهم محاربون لهم ومع ذلك هم مقهورون مظلومون فلهم أن ينتصفوا من بعض من ظلمهم إذا تمكنوا من ذلك .

ژباړه: که چيرته (مسلمانو) بنديانو ته د اهل حربو د ځينې کسانو په وژلو برلاسي شول او دهغوی مالونه يې واخيستل دا هيڅ پروا نلري، ځکه هغوی د مسلمانانو پرضد جګړه کوي، او بنديان مظلومان او ځورول شوي نو دهغوی لپاره روا ده چې کله موکه ورته مساعده شي، له ځينې هغو کسانو څخه غچ واخلي چې له دوی سره يې ظلم کړی.

په يوه بل ځای کې فرمايې:

قال : وإذا دخل المسلم دار الحرب بغير أمان فأخذه المشركون فقال لهم : أنا رجل منكم أو جئت أريد أن أقاتل معكم المسلمين فلا بأس بأن يقتل من أحب منهم ويأخذ من أموالهم ما شاء لأن هذا الذي قال ليس بأمان منه لهم إنما هو خداع باستعمال معاريض الكلام.

ژباړه: چې کله يو مسلمان دار حرب ته له امان پرته داخل شو، مشرکانو ونيوه، نو هغه ورته وويل: زه له تاسې څخه يو سړی يم، غواړم ستاسې په څنګ کې د مسلمانانو پر ضد وجنګيږم، نو هيڅ پروا نلري چې په هغوی کې يې څوک خوښ وي ويې وژني، او دهغوی له مال څخه يې چې خوښه وي راواخلي، ځکه نوموړي چې کومې خبرې هغوی ته وکړې دا دهغه له لوري امان نه بلکه د تعريضي کلام په استعمالولو سره خداع او چل ول دی.

امام محمد رحمه الله په سیر کبير کې ددې مسئلې له ذکر کولو وروسته ګڼ شمير اثار او احاديث د دليل په توګه ذکر کړي، لومړی دحضرت عبد الله بن انيس رضي الله عنه حديث راوړی چې د احاديثو ګڼ شمير کتابونو روايت کړی :

امریکايان اشغالګر او محارب کفار دي او له پورتنيو نصوصو څخه څرګنده شوه چې له متجاوزو او محاربو کفارو سره ترسره شوې ژمنې شرعا لغوه دي او هيڅ اعتبار نلري، بناء تاسې هر وخت کولی شئ محارب او اشغالګر کفار تر بريد لاندې ونيسئ ويې وژنئ او د مؤمنانو زړونه پرې يخ کړئ.

 

دوهمه شبهه: نفوذي بريدونه له وطن سره خيانت دی

دا چې د وطن مينه د انسان په فطرت کې اغږل شوې له همدې امله انسي شيطانان د نفوذي بريدونو د مخنيوي لپاره دا ډنډورې غږوي چې نفوذي بريدونه له هيواد سره خيانت دی نو ځکه بايد ځوانان ورته مخه نه کړي بلکه ځانونه ترې وساتي.

خو با احساسه ځوانان بايد پوه شي چې نفوذي بريدونه له هيواد سره خيانت نه بلکه له هيواد سره ستره وفاء ده، ستاسې مرمۍ د هغو يرغلګرو او خائنانو په سينو لګيږي چې ستاسې د دين، هيواد او ځان او مال قسم خوړلي دښمنان دي.

اشغالګر کفار زموږ تاسې قسم خوړلي دښمنان دي، دوی د مسلمانانو په وړاندې هيڅ قانون ته متعهد نه دي پاتې شوي.

الله تبارك وتعالى فرمايي:

لاَ يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ{10}

دغه کفار د مؤمنانو په وړاندې جګړه کوي په دې لاره کې نه د قرابت پروا لري او نه د عهدونه، ددوی کار تيری اوتجاوز دی.

اشغالګر ستاسې قسم خوړلي دښمنان دي، که يې لاس درباندې بر شي او موکه ورته برابره شي هيڅ صرفه درباندې نه کوي، تاسې يې هم په دښمنۍ ونيسئ او وار پرې ړومبۍ کړئ.

{إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاء وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ }الممتحنة2

ژباړه: که دوی په تاسې برلاسي شي له تاسې سره به دښمني په ډاګه کړي او لاسونه به د وژلو او ربړولو او ژبې دښکنځلو او بدرد ويلو لپاره در اوږدې کړي او دوی د زړه له کومې دا غواړي چې کاشکې تاسې کافران شئ.

اشغالګر کفار دروغ وايې دوی د ګران هيواد د بيارغونې لپاره نه دي راغلي تاريخ شاهد دی چې له اشغال څخه په هيڅ زمانه کې ولسونو خير نه دی ليدلی، په اشغال شويو هيوادونو کې جنګونه، مرګونه، بې کاری، فقر، ستونزې، غميزې، ډول ډول فتنې، فحشاء او اخلاقي فساد اوج ته رسيدلی.

اشغالګر درواغ وايې دوی په افغانستان کې سوله نه غواړي د دوی تر اشغال لاندې افغانستان د نړۍ په نا امنه هيوادونو کې لومړی مقام خپل کړ .

موږ وليدل په تيرو اولسو کلونو کې دوی له هیڅ ډول ظلم څخه دريغ ونکړ.

دا مسجدونه، مدرسې، مکاتب او روغتونونه، ولسي تجمعات ودونه او جنازې د يرغلګرو په جنايتونو شاهدي وايې، دا تنکي ماشومان د بأي ذنب قتلت چيغې کوي

نو ډاډه اوسئ ستاسې بريدونه د هيواد د ازادۍ او استقلال لپاره دي، نفوذي بريدونه د ګران هيواد اشغالوونکو او دمظلوم اولس دځورونکو د شړلو او له هغوی سره د محاسبې تر ټولو اغيزناکه لاره ده.

Related posts