سپتمبر 19, 2020

جنت یواځې په هیلو نشي ترلاسه کیدلای!

جنت یواځې په هیلو نشي ترلاسه کیدلای!

قال الله تعالی : لَيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا (123) النساء .

ژباړه : جنت نه ستاسو اونه داهل کتابوپه هیلو سره ترلاسه کیږي [بلکه جنت په ایمان اونیکو اعمالوورکول کیږي  ]نوڅوک چې بداعمال کوي سزاء به يې وویني ،اوله الله تعالی پرته به هیڅوک دوست او مرسته کونکی ونه مومي .

لنډتفسیر : جنت په هیلواوارزوګانو سره نه ترلاسه کېږي ،بلکه جنت ایمان اوسترنیک اعمال غواړي لکه :لمونځ ،جهاد،اونور.. نویهود،نصارا ،مشرکین اونور هغه منافقین چې دکفارو ملګرتیاکوي دوئ دي پوه شي چې جنت ددوئ لپاره نه ده . بلکه دوئ چې داکفر ،شرک اوبداعمال سرته رسوي سزاء به يې ومومي اوهیڅوک به داسي نشي پیداچې ددوئ مرسته وکړي اودالله تعالی له عذاب څخه نجات ورکړي .

مفتي ابوسعد عفی عنه

Related posts