Home » بېلا بېلي لیکني » اويس قرني رحمه الله چې د مور خدمت کولو ورته ستر شرف او اعزاز ورکړ

اويس قرني رحمه الله چې د مور خدمت کولو ورته ستر شرف او اعزاز ورکړ

موسی مهاجر

کله چې الله تعالی یو انسان د شرف تر لوړو رسوي، هغه ته د مور او پلار د خدمت توفيق ورکوي، هغه خدمت چې انسان پرې د الله تعالی خوښي او رضا حاصلولی او جنت پرې ګټلی شي، هغه خدمت چې انسان پرې په دنیا کې سوکاله، بریالی او خوشحاله ژوند ترلاسه کولای شي، دا هغه خدمت دی چې بديل نه لري، هو! اويس قرني رحمه الله همدې خدمت د شرف هغو لوړو څوکو ته ورساوه چې صحابه کرام رضی الله عنهم ورته حيران وو.

اويس قرني رحمه الله د نبي عليه السلام په زمانه کې د ایمان له ستر نعمت نه برخمن شو، خو د نبي کريم عليه السلام د لیدلو شرف ور په برخه نه شو، له نوموړي سره د نبي عليه السلام د ليدلو ډیره مینه وه، اما له بله پلوه یې د مور خدمت او سمبالني د سفر مخنيوی کاوه، له همدې امله نوموړي نبي علیه السلام ته پيغام ورولیږو چې زه غواړم ستاپه خدمت کې حاضر شم، خو مور مي ناروغه ده، هغه د خپل خدمت لپاره ماته ډیره اړتیالري، زه اوس څه وکړم؟

نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ځواب کی ورته وویل چې ماته مه راځه، د خپلي مور خدمت وکړه، څنګه چي هغه د نبي عليه السلام په خبره عمل کول خپله نېکبختي وبلله، ځکه یې نبي عليه السلام ته د ورتللو اراده پرېښودله، په دې ځنډکې نبي عليه السلام له نړۍ څخه رحلت وکړ اونوموړي د نبي عليه السلام زيارت ونه کړای شو.

خو د مور خدمت ده ته ډېر ستر شرف ورپه برخه کړ، نبي عليه السلام حضرت عمررضی الله عنه ته وویل: په یمن کې د مراد د قبيلې له یوه خاښ(قرن)سره تړاو لرونکی اويس بن عامر به راشي، د هغه علامه داده چې نوموړی د پيس په ناروغۍ اخته و، اوس ورنه روغ شوی، خو د یوه درهم په اندازه ځای یې اوس هم پاته دی، هغه له خپلې مورسره نيکي او احسان کونکی دی، هغه داسي کس دی چې که په الله تعالی قسم وکړي، نوالله تعالی به له هغه څخه حیا وکړي، که ستا لپاره دا شوني وي چې هغه د مغفرت دعا درته وکړي، نو دا کار ضرور وکړه.

څنګه چې به له یمن څخه قافلې راتلې، عمر رضی الله عنه به یې استقبال کاوو او د حضرت اويس قرني رضی الله عنه پوښتنه به یې ورڅخه کوله چې ايا په تاسو کې اويس بن عامر شته؟

په دې لړکي اويس قرنی رحمه الله هم له يوې قافلې سره مل و، حضرت عمر رضی الله عنه یې ښه راغلاست وکړ او د حضرت اويس رضی الله عنه پوښتنه یې ورڅخه وکړه چې ايا په تاسو کې اويس بن عامر رضی الله شته؟

هغوی ورته وویل چې هو! په موږکې نوموړی موجود دی.

تر دې وروسته حضرت عمر رضی الله عنه د نبي عليه السلام ټولي ورښودل شوې نښې په هغه کې وموندلې، بيا حضرت عمر رضی الله عنه نوموړي ته د نبی عليه السلام هغه خبره وکړه چې نبی عليه السلام د هغه په اړه کړې وه.

حضرت عمر رضی الله عنه له هغه څخه د ځان لپاره د مغفرت دعا وغوښتله، ځکه نبی علیه السلام همدا لارښوونه ورته کړې وه چې کله له قرن څخه ددې ځانګړنوڅښتن مدینې منورې ته راشي، له هغه څخه د ځان لپاره دعا وغواړه او الله تعالی به یې قبوله کړي، دا چي یې واورېدل، اويس قرنی رحمه الله د هغه لپاره د مغفرت دعا وکړه، وروسته حضرت عمر رضی الله عنه ورڅخه وپوښتل چې کوم ځای ته د تللواراده لرې؟

ښاغلي قرنی رحمه الله ورته وویل، زه غواړم کوفې ته ولاړ شم، حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل چې زه به دکوفې والي ته یو لیک ولیکم چې ترڅو ستا درناوی او مېلمه پالنه وکړي.

اويس قرنی رحمه الله ورته وویل چې زه په غريبو او نوم ورکو کسانوکې اوسېدل غوره بولم.

په يوه بل حديث کې نبی عليه السلام اویس قرني د تابعينو خیر بللی دی.

دا له مور او پلار سره د غوره سلوک پايله ده چې د حضرت عمر رضی الله عنه په څیر لوړ شخصيت او د لوړي مرتبې صحابي ته نبی عليه السلام له یوه تابعي څخه د ځان لپاره د مغفرت د دعا غوښتلو لارښوونه کوي او دا هغه خدمت و چې اویس قرني رحمه الله یې سيد التابعین وګرځاوه.

About admin