Home » دار الافتاء » د “محمد” نوم په ماشومانو ښودل ؟

د “محمد” نوم په ماشومانو ښودل ؟

 

الاستفتاء رقم ….. محترم مفتي صاحب ! په نوي زيږیدلي ماشوم باندي ” محمد “نوم ښودل څرنګه دي ؟ځیني علماء وايې چې دانوم له دي امله چې دماشوم ته کله ښنځل کیږي نوشه نه دی . داخبره صحیح ده ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: لکه څرنګه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ذات اطهر دفیض اوبرکاتو منبع وه همدارازيې اسم مبارک هم سرچشمه دفیوضاتواوبرکاتو ده . دروایاتو له مخي په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي دانوم دالله تعالی له لوري ښودل شوی . اوبیارسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته دخپل نوم دښودلو امر کړی : سمّوا بإسمي، ولا تكنوا بكنيتي”.( مسلم،(3/1682

همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم دډیرو ماشومانو نومونه په خپل نامه ایښې وه همداراز چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم دکومو صحابه ونومونه  بدلول نوهمدغه خپل  نوم به يې ورباندي کېښودل :لکه دالاندي صحابه و نومونه چې په کتابونو کې ذکرشوي :

محمد بن خلیفه ، محمد مولی رسول  صلی الله علیه وسلم  ، محمد بن طلحه ،  محمد بن نبیط، محمد بن عباس بن فضل، محمد بن انس بن فضالة الانصاری، محمد بن مخلد بن سحیم، محمد بن یفدیدويه، محمد بن هلال بن العلی، محمد بن معمر، محمد بن ضمرۃ بن الاسود، محمد بن عمارۃ  بن حزم، محمد بن ثابت، محمد بن عمرو بن حزم،

نوداهغه صحابه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې خپله یايې په امر سره دغه نومان ښودل شوي بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم امت دمحمدنوم ښودلو ترغیب ورکړی دی لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي :

“ما ضر أحدكم لو كان في بيته محمد ومحمدان وثلاثة”.(فيض القدير(5/ 453) حرف المیم، ط:المکتبۃ التجاریہ الکبری ، مصر 

وفي ردالمحتار ۶\ ۴۱۷ : فلا ينافي أن اسم محمد وأحمد أحب إلى الله تعالى من جميع الأسماء، فإنه لم يختر لنبيه إلا ما هو أحب إليه هذا هو الصواب ولا يجوز حمله على الإطلاق اهـ. وورد ” «من ولد له مولود فسماه محمدا كان هو ومولوده في الجنة» رواه ابن عساكر عن أمامة رفعه قال السيوطي: هذا أمثل حديث ورد في هذا الباب وإسناده حسن اهـ

About admin