Home » دار الافتاء » د” نائله ” نوم ښودل !

د” نائله ” نوم ښودل !

 

الاستفتآء رقم …….. محترم مفتي صاحب ! ماله یومولوي صاحب څخه اوریدلي دي چې په لورباندي دنائله نوم ښودل صحیح نه ده ،ځکه داد بت نوم ده اودبتانو نومان ښودل منع دي ،نوکه موږ دغه نوم په یوه نجلۍ باندي ایښی وي اوس به يې بدلوو اوکه څرنګه ؟ حامد .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: زموږ ځینوعلماؤ لیکلي دي :چې داسي نومونه ښودل جائز دي ځکه دغه نوم  دډیرو صحابیاتو په نومونوکې راغلی دی مثلا : ۱-نائلة بنت الفَرافِصة ، زوجة  امیرالمومنین عثمان بن عفان رضي الله عنه . ۲-نائلة بنت الربيع بن قيس بن عامر، داهغه میرمن وه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې بیعت کړی و. ” الإصابة في تمييز الصحابة ” لابن حجر العسقلاني (1/ 298) .

۳- نائلة بنت سعد بن مالك الأنصاريّة ، من بني ساعدة ،داهم  ابن حبیب  رح په هغومیرمنوکې ذکرکړيده چې درسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې بیعت کړی وو  ” الإصابة في تمييز الصحابة ” (8/ 331) .

۴-نائلة بنت سلامة ، ابن سعدرح په هغومیرمنوکې ذکرکړيده چې بیعت يې کړی و ” الإصابة في تمييز الصحابة ” (8/ 331) .

۵–نائلة بنت عبيد بن الحرّ ، ذكرها ابن حبيب في المبايعات أيضاً . ” الإصابة في تمييز الصحابة ” (8/331) . که چېرته دغه نوم صحت نه لرلای  نورسول الله صلی الله علیه وسلم به بدل کړي وای . اوبلې خواته ډيروصحابه وو خپله کنيه په دغه نوم باندي ایښې وه ،مثلا :: أَبُو نائلة ، سلكان بْن سَلامَة الْأَشْهَلِيُّ ، دابدري صحابي ده ” الثقات ” لابن حبان (3/ 178) ، ” ۲-و إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ الْحَارِثِ ابْنُ نَائِلَةَ ” ، وَنَائِلَةُ : أُمُّهُ . ” طبقات المحدثين بأصبهان ” (3/356) .

اوبل داچې اصلا دبت  هغه نومونه په انسانانوباندي نه دي روا چې په بت پوري خاص شوي وي لکه لات  یاعزی وغیره اونائله که څه هم دبت نوم و خودادیوې ښځې نوم و چې په بت ښودل شوی و.

اوبل دانوم دمعنی له لحاظه صحت لري کومه خرابي ورپه کې نشته  ، البته له اختلافي نومونو څخه تیریدل او دامهات المؤمنین نومونه یادرسول الله صلی الله علیه وسلم  اوصحابه و دلوڼو مونه ښودل ډیرافضل دي . والله تعالی اعلم

کذافي ویب  https://islamqa.info/ar/answers/217829

کتبه مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin