Home » درس القرآن » جهاد به رښتوني مؤمنان کوي !

جهاد به رښتوني مؤمنان کوي !

قال الله تعالی : فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (74)

ژباړه : دالله تعالی په لاره کې دي هغه کسان جهاد ته ځې چې ددنیاوي ژوندپه بدله کې يې د آخرت ژوندخوښ کړی وي  ،اوڅوک چې دالله تعالی په لاره کې جنګيږي بیاکه شهیدشي یاغازي شي نوډیرژر به اجرعظیم  یعني جنت ورکړي .

لنډتفسیر :په دې آية کې الله تعالی مؤمنانوته امر کوي چې که په نامه مسلمانان دجهاد څخه کښېني نو دجهاد لپاره به هغه رښتوني مومنان ځي چې ددنیا دژوندپه بدله کې يې دآخرت ژوند خوښ کړی وي.

بیاالله تعالی دغه سترو انسانانوته چې دالله تعالی په لاره کې دیرغلګرو اوملګروسره په جهاد بوخت وي بشارة ورکوي چې دغه کسان که شهیدان شي یاغازیان شي نوالله تعالی به يې دجهاد په بدله کې جنت اواجرعظیم ورپه برخه کړي .

About admin