اګست 08, 2020

د credit card کارت جوړول اواستعمالول !

د credit card کارت جوړول اواستعمالول !

پوښتنه : زه غواړم چې دیوه بنک څخه کريډت کار ت جوړکړم نوپه دې کې خوبه کوم مشکل نه وي ؟ نوراحمد

جواب : څرنګه چې دکریډټ کارت په جوړولو کې دیوه سودي بنک یااداري سره عقداومعاهده کیږي اوپه دې معاهده کې داهم وي چې که يې اخستي پیسي په ټاکلي مهال ورنه کړي نوپه دومره اندازه سود به ورکوي نواوس که په ټاکلي مهال  اخستي پیسي جمعه نه کړي خوسود به لازم ورکوي اوکه يې په ټاکلي موده کې دننه ورکړي نوهم څرنګه چې دادسود یوه ښکاره معامله ده شرعاهیڅ ګنجایش  نه لري  ځکه چې سود اودسودمعامله اومعاهده په په کبائرو ګناو کې راځي.

قال الله سبحانه وتعالى: (الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ۚ فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىٰ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (275) يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ) سورة البقرة، 276-275

عن جابر رضي الله عنه قال: (لعن رسول الله صلّى الله عليه وسلّم: آكل الرّبا، وموكله، وكاتبه، وشاهديه، وقال: هم سواء) رواه مسلم.

مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts