Home » دار الافتاء » له لمانځه وروسته پر سر لاس نیولو سره کومه دعاء لوستله کیږي ؟

له لمانځه وروسته پر سر لاس نیولو سره کومه دعاء لوستله کیږي ؟

استفتاء : محترم مفتي صاحب! ځیني خلک چې کله فرض لمونځ په جماعت سره وکړي  نو پر سر باندي لاس ونیسي او یوڅه وایې نوکه ددې په اړه وضاحت راته وکړئ چې دامهال کوم اذکار ویل کیږي او ددې ثبوت هم شته اوکنه ؟  المستفتي حامد بهیر

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: امام طبراني رحمه الله تعالی  په  خپلو دوو کتابونو معجم الأوسط  او الدعاء  کې  نقل کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له لمانځه وروسته راسته لاس پر سرباندي ونیول او بیا به یې دادعا لوستله : بِسْمِ اللهِ الَّذِيْ لَا إِلٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ، اَللّٰهُمَّ أَذْهِبْ عَنِّيَ الْهَمَّ وَالْحُزْنَ“.

كه څه هم ددې حدیث دسند پر ځینو راویانو باندي کلام شته خو هغه هم بلکل ساقط الاعتبار نه دي نوځکه دادعاء ویل صحیح دي ،خو ددې دعاویل فرض یاسنت نه دي ؛ ځکه چې روایت دسند په اعتبارضعیف دی  او په ضعیف حدیث باندي دعمل کولو له شرائطوڅخه یودادی چې په هغه به دسنت اعتقاد نه کوي . والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

……………………………………………………………….

في المعجم الأوسط : حدثنا بکر قال، نا عبدالله بن صالح قال: نا کثیر بن سلیم الیشکري، عن أنس بن مالك أن النبي صلی الله علیه وسلم کان إذا صلی وفرغ من صلاته مسح بیمینه علی رأسه، وقال: بسم الله الذي لا إله إلا هو الرحمن الرحیم، اللهم اذهب عني الهم والحزن”. (المعجم الأوسط للطبرانيحديث رقم ۳۳۰۶، من اسمه بکر: ۴۔۱۲۶،ط:مکتبة المعارف ریاض )

وفي الدعاء:” حدثنا أبو مسلم الکشي، ثنا حفص بن عمر الحوضي، ثنا سلام الطویل، عن زید العمي، عن معاویة بن قرة، عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: “کان رسول الله صلی الله علیه وسلم إذا قضی صلاته یعنی وسلم، مسح جبهته بیده الیمنی، ثم یقول: بسم الله الذي لا إله إلا هو الرحمن الرحیم، اللهم اذهب عني الهم والحزن”. (الدعاء للطبراني، جامع أبواب القول أدبار الصلاة :۱۔۲۱۰ ، ط:دارالکتب العلمیة بیروت ۱۴۱۳هـ)

وقال العلامة الهیثمي – رحمه الله تعالی – رواه الطبراني في الأوسط والبزاز نحوه بأسانید، وفیه زید العمي، وقد وثقه غیر واحد، وضعفه الجمهور، وبقیة رجال أحد إسنادي الطبراني ثقات، وفي بعضهم خلاف”. (مجمع الزوائد: ۳۔۲۴۱،دارالکتب العلمیة بیروت ۱۹۹۸ء)

كتبه: مفتي ابوعمير

About admin