جولای 16, 2020

ازموينې او پايلې?!

ازموينې او پايلې?!

ازموينې او پايلې?!

موجود, دوه ډوله دی: اصلي او فرعي.
جهانونه, دری ډوله دي: آخرت، دنيا او د دوی ترمنځ د برزخ يعني قبر جهان.
ازموينه, دوه ډوله ده: د الله ﷻ ازموينه له انسان نه, او د انسان ازموينه له انسان نه.

اصلي او ازلي موجود, الله ﷻ چې نړۍ ته انسان وه استول, ورسره يې لارښود هم وه استول.
انسان ته د ژوند په چارو کې د الله ﷻ له لوري په لارښود کې حدود ټاکل شوي دي, همدا حدود د الله ﷻ له لوري انسان ته د ازموينې پارچه ده.
د الله ﷻ په ازموينه کې هغه څوک ګډونوال دي چې عقل ولري او بالغ وي…

د الله ﷻ په ازموينه کې پارچه, امتحان ورکوونکی نه ليکي, بلکي د الله ﷻ له لوري هر انسان ته دوه لیکوالان مقرر دي, هغوی د انسان ټول کړه وړه ليکي;
(وَإِنَّ عَلَیۡكُمۡ لَحَـٰفِظِینَ ۝ كِرَامࣰا كَـٰتِبِینَ ۝ یَعۡلَمُونَ مَا تَفۡعَلُونَ)
[سورة الانفطار 10 – 12]
پداسي حال کښي چي پر تاسي یې څارونكي ټاكلي دي؛ داسي عزتمند ليكونكي. په هغه څه پوهېږي چې کوئ يې.
دې امتحان ته تحريري امتحان ويلای شو.

کله چې انسان له دنيا نه د برزخ جهان ته لاړ شي, هلته د الله ﷻ له لوري دوه استازي ورته راځي او تقريري ازموينه ورنه اخلي، چې د امتحان محتوا يې د رسول الله ﷺ نه په مختلفو رواياتو کې څه داسي ثابته ده :
رب, دي څوک دی؟ دين دي څه دی؟ د محمد (ﷺ) د شخصيت په اړه دي عقيده څه ده؟ څه عمل دي کاوه?.

بيا چې کله د حشر ميدان ته ټول انسانان را ټول شي، هلته د ازموینو پايلې په داسي ډول اعلانېږي :

د هر انسان د سالمو کړنو او ناوړه کړنو پارچې به سره وتللې شي، په درنه او سپکه به يې بريالي او ناکام سره بيل شي;

(وَٱلۡوَزۡنُ یَوۡمَىِٕذٍ ٱلۡحَقُّۚ فَمَن ثَقُلَتۡ مَوَ ٰ⁠زِینُهُۥ فَأُو۟لَـٰۤىِٕكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ)
او په هغه ورځ كې (داعمالو) تول حق دى؛ نو د چا چې ( د نيکيو) تلې درنې شي، همدوی بریالي دي.

(وَمَنۡ خَفَّتۡ مَوَ ٰ⁠زِینُهُۥ فَأُو۟لَـٰۤىِٕكَ ٱلَّذِینَ خَسِرُوۤا۟ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔایَـٰتِنَا یَظۡلِمُونَ)
او د چا چې تلې سپکې شي، همدوی هغه کسان دي چې ځانونه یې ځکه زیانمن کړل چې زموږ پر نښانو یې تیری کاوه.

او بيا هر انسان ته هغه پارچه په لاس ورکېږي چې په دنيا کې ورباندي مقررو ملائکانو د ده اعمال پکې ليکلي و, انسان به هرڅه تر نظر تير کړي، که بريالی و, نو د محشر په ميدان کې به داسي اعلانونه وکړي :
(.. هَاۤؤُمُ ٱقۡرَءُوا۟ كِتَـٰبِیَهۡ) “ها وګورئ، زما عملنامه ولولئ! (إِنِّی ظَنَنتُ أَنِّی مُلَـٰقٍ حِسَابِیَهۡ) ما باور کاوه چې له خپل حساب سره مخامخېدونکی يم.

او که ناکام و, نو داسي اعلان به وکړي :
(… یَـٰلَیۡتَنِی لَمۡ أُوتَ كِتَـٰبِیَهۡ ۝ وَلَمۡ أَدۡرِ مَا حِسَابِیَهۡ ۝ یَـٰلَیۡتَهَا كَانَتِ ٱلۡقَاضِیَةَ ۝ مَاۤ أَغۡنَىٰ عَنِّی مَالِیَهۡۜ ۝ هَلَكَ عَنِّی سُلۡطَـٰنِیَهۡ)
“كاشكي زما عملنامه ما ته نه وای راکړه شوې؛ او زه نه واى پوهېدلای چي زما حساب څه دى؛ كاشكي زما هغه مرګ (چي په دُنيا کښي راغلى ؤ) فېصله
کوونکی (پای ته رسوونکی) وای; شتمني مې راته هيڅ ګټه را و نه رسوله ; زما ځواک او واکمني رانه لاړ.

که کوم ناکام انسانان د ازموينې نتائج رد کړي او د خپلو ځانونو د برياليتوب دعوه وکړي، نو الله ﷻ به د هغوی دوسیې د هغوی خپلو اندامونو ته راجع کړي, د هغوی اندامونه به ټول هغه څه بيان کړي چې دغو انسانانو په دنيا کې ترسره کړي و, طبعاً چې ناوړه کارونه به يې ډير وي
(ٱلۡیَوۡمَ نَخۡتِمُ عَلَىٰۤ أَفۡوَ ٰ⁠هِهِمۡ وَتُكَلِّمُنَاۤ أَیۡدِیهِمۡ وَتَشۡهَدُ أَرۡجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ یَكۡسِبُونَ)
نن موږ د دوى خولې په مُهرونو بندوو، د دوى لاسونه به له موږ سره وغږيږي او د دوى پښې به شاهدي ووايي چي دوى په دنيا کښي څه كارونه كول.

لنډه دا چې د الله ﷻ ازموينې او پايلې يې, دومره شفافي دي چې هیچاته ورباندي شک نه پاته کېږي، اول هرڅه تر تول باسي, وروسته هرچاته د هغوی خپلې ځوابي پارچې د هغوی د کتلو لپاره ورکوي, که بيا هم د چا قناعت ونشو, نو د هغوی خپل اندامونه په ټولو کړو وړو اقرار کوي او په دې سره هرڅه روښانه کېږي.

د الله ﷻ په امتحان کې چې څوک بريالي شي هغوی ته بيخي زيات امتيازات او مرتبې ورکولې کېږي چې ځيني يې دا دي :

(فَهُوَ فِی عِیشَةࣲ رَّاضِیَةࣲ ۝ فِی جَنَّةٍ عَالِیَةࣲ ۝ قُطُوفُهَا دَانِیَةࣱ ۝ كُلُوا۟ وَٱشۡرَبُوا۟ هَنِیۤـَٔۢا بِمَاۤ أَسۡلَفۡتُمۡ فِی ٱلۡأَیَّامِ ٱلۡخَالِیَةِ)
[سورة الحاقة 21 – 24]
نو هغه به په خوشاله ژوند کې وي. په داسې لوړ جنت كې. چي د هغه د مېوو وږي به راكاږه وي (نژدې به وي).(جنتیانو ته به ووېل شي) “په خوند سره خورئ، څښئ د خپلو هغو کړنو مكافات چي تاسي په تېرو شوېو ورځو (دُنیا) کښي کړيدي.”

او څوک چې د الله ﷻ په امتحان کې ناکام شي د هغوی لپاره سخت کړاونه دي، د هغوی په اړه به داسي امر وشي :

(خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ۝ ثُمَّ ٱلۡجَحِیمَ صَلُّوهُ ۝ ثُمَّ فِی سِلۡسِلَةࣲ ذَرۡعُهَا سَبۡعُونَ ذِرَاعࣰا فَٱسۡلُكُوهُ)
[سورة الحاقة 30 – 32]
(امر به وشي) دى ونيسئ او د ده په غاړه کښي طوق واچوئ! بيا يې دوزخ ته ننباسئ. بيا يې په هغه زنځير كې وتړئ چې کچه يې اويا ګزه ده.

دا خو د الله ﷻ له لوري د امتحان سلسله او د هغه د پايلو بيان و.

د انسانانو ترمنځ امتحانونه او پيالې خو زموږ ترمخ دي، بيان ته يې څومره اړتيا نشته , خو په دغو ازموينو کې څه نيمګړتياوي پېښېږي ، د هغو په اړه بايد وغږيږو :

ځيني استاذان د پيسو په خاطر, يا د واسطې په اساس, يا د خپلوي, شناخت او داسي نورو ملحوظاتو له مخي شاګردانو ته نمبرې ورکوي, داسي نمبرې چې هغه شاګرد يې وړ نه وي!
دا کار نه يواځي له نورو مستحقینو سره جفا ده، بلکي دغه استاذ له خپل ځان, خپل شاګرد او خپلې ټولنې سره هم جفا وکړه.
دا کار د دې استاذ د الهي امتحان په پارچه کې د ده د خامۍ په عنوان ثبتېږي او د الله ﷻ په حضور کې يې د ناکامۍ سبب کيدای شي.
دا شاګرد په دې نمبرو پورته صنف ته بريالی کېږي، حال دا چې د پورته تللو وړتيا نه لري، کله چې هلته لاړ شي نو درسونه د ده له سويې لوړ وي او د ټول عمر لپاره يې تر توان پورته بار په اوږو شي.
په دې سلسله اسناد ترلاسه کوي او د اسنادو له مخي داسي منصب ورسپارل کېږي چې دی يې اصلاً وړتيا نه لري، په دې سره د ټولنې کارونه د نالايقه اشخاصو په لاس ورځي او ټولنه متضرره کېږي.

استاذان بايد فکر وکړي او د مادياتو له مخي نمبري ورنکړي، د الله ﷻ په امتحان کې ناکامو خلکو ته ماديات په کار نه ورځي او داسي نارې به وهي :
(مَاۤ أَغۡنَىٰ عَنِّی مَالِیَهۡۜ).

ځيني شاګردان د پيسو په بدل نمبري ترلاسه کوي, له واسطې کار اخلي، سواليه پارچې وار له مخه غلا کوي او بيا تياری نيسي, نقل کوي او داسي نوري ناوړه کړنې کوي ..
دوی په دې ډول په انساني امتحان کې برياليتوب ترلاسه کوي او بيا لوړو منصبونو ته ځانونه رسوي.
دوی بايد وپوهېږي چې په دې کړنو سره په دنيوي او اخروي ژوند کې د ځانونو بارونه درنوي, په دا ډول کړنو دوی هغه مسؤولیتونه په غاړه اخلي چې دوی يې د ترسره کولو وړتيا نه لري؛ هرڅوک چې داسي کار ته ملا وتړي چې له توان يې پورته وي نو له ستړيا او بدنامۍ سره سره به په نيمه لار کې حيران پاتي وي.
دوی بايد وپوهېږي چې په دا ډول که مسؤولیتونه ترلاسه کړي نو د محشر په ورځ به ورنه هلاک شي, هغه ورځ به نالايقه مسوولين په ډير افسوس داسي نارې وهي :
(هَلَكَ عَنِّی سُلۡطَـٰنِیَهۡ).

قدرمنو مومنانو! نمبرې, اسناد او منصبونه امانات دي; امانت که هغه چاته وسپارل شي چې وړتيا يې نه لري، نو الله ﷻ دا دنيا نړوي او بيا خپله ازموينه پيلوي; رسول الله ﷺ داسي فرمايې:
ﻋﻦ ﺃﺑﻲ ﻫﺮﻳﺮﺓ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – ﻗﺎﻝ: «ﺑﻴﻨﻤﺎ ﻛﺎﻥ اﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻳﺤﺪﺙ ﺇﺫ ﺟﺎء ﺃﻋﺮاﺑﻲ ﻓﻘﺎﻝ: ﻣﺘﻰ اﻟﺴﺎﻋﺔ؟ ﻗﺎﻝ: ” ﺇﺫا ﺿﻴﻌﺖ اﻷﻣﺎﻧﺔ ﻓﺎﻧﺘﻈﺮ اﻟﺴﺎﻋﺔ “. ﻗﺎﻝ: ﻛﻴﻒ ﺇﺿﺎﻋﺘﻬﺎ؟ ﻗﺎﻝ: ” ﺇﺫا ﻭﺳﺪ اﻷﻣﺮ ﺇﻟﻰ ﻏﻴﺮ ﺃﻫﻠﻪ ﻓﺎﻧﺘﻈﺮ اﻟﺴﺎﻋﺔ» “. ﺭﻭاﻩ اﻟﺒﺨﺎﺭﻱ

يو صحرايې له رسول الله ﷺ نه د قيامت په اړه وپوښتل. رسول الله ﷺ ورته وويل :« کله چې امانت ضايع شي نو د قيامت انتظار کوه. ول امانت څنګه ضايع کېږي؟. رسول الله ﷺ وويل : « کله چې چارې نا اهله خلکو ته وسپارلې شي نو قيامت ته انتظار کوه!.

 

لیکنه : عبدالرقیب رقیب

ربيع الثاني – 23 – 1441 هق
ليندۍ – 29 – 1398 هش

Related posts