سپتمبر 24, 2020

کله چې لمر تندر ونیسي

کله چې لمر تندر ونیسي

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوندکې د هغه د زوی مبارک (ابراهیم  علی ابیه وعلیه الصلوة والسلام) چې تقریبا یونیم کال عمر یې درلود انتقال وشو  او په همدې ورځ لمر تندرنیولی ؤ ( دمحدثینو تقریبا په دې اتفاق دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوی مبارک ابراهیم وفات د هجرت په لسم کال شوی ځینو یې دربیع الأول میاشت هم لیکلي،لیکن  مشهور فلک پوه عالم محمودپاشا په خپله یوه مقاله کې چې په فرانسوي ژبه یې نشرکړي اوپه ۱۳۰۵ هجري کې له مصر څخه خپره کړي ، دخپلو فني حسابونو دهغه تندر نیولو تاریخ دلسم هجري کال د لسمي میاشتي کمکي اختر ۲۹ نېټه چې ددوشنبې له ورځي سره سمون خوري  سهار ۸ بجې لیکلی. والله تعالی اعلم)

په عربو کې دجاهلیت دزمانې له توهماتوڅخه یوداهم ؤ چې دوی به ویل چې لمر اوسپوږمۍ دیوه غټ انسان دمرګ له امله تندرنیسي ، دابراهیم دوفات په ورځ دلمرتندرنیولو سره دې عقېدې اوتوهم پرستي  د تقویې وېره وه بلکه دځينو خلکوپر ژبه خو همدا خبره خپره شوي هم وه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېرخشیت  او عاجزي سره دالله تعالی په حضور کې ۲ رکعته لمونځ اداء کړ

دالمونځ هم یو غیرمعمولي لمونځ ؤ رسو الله صلی الله علیه وسلم ډېر اوږد قرائت وکړ او دقرائت په مهال به رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وار وار دالله تعالی په حضورکې ټیټ شو (لکه رکوع ته چې به تلو) اوبیابه یې قرائت  پیل کړ، همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېره اوږده رکوع اوسجده وکړه او په لمانځه کې یې هم په ډېر عجزسره ددعاء اهتمام وکړ،له لمانځه وروسته یې خطبه وویله چې په هغه کې یې په ځانګړي توګه ددې غلطي عقيدې تردید وکړ چې لمر یا سپوږمۍ دچا دمرګ له امله تندرنیسي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دامحض یو جاهلانه توهم دی چې هیڅ اصل نه لري دا په حقیقت کې دالله تعالی د قدرت  اودهغه دجلال اوجبروت نښانه ده کله چې هم همداسي څه پېښ شي نو په عاجزي سره دهغه طرف ته متوجه کیږئ،[1]

دلمر تندرنیولو په مهال  دنارینه ؤ لپاره په جماعت سره لمونځ کول سنت دي   څرنګه چې تندر په ژوندکې  هروخت اوهرکال نه پېښېږي بلکه په ډېروخت کې یوځل یوځل پېښېږي نو  په دې اړه  د کسوف دلمانځه اړوند یو څو مسائل ستاسو مخې ته ږدو

۱=  دکسوف لمونځ  :  کله چې لمر تندر ونیسي نو کم ترکم دوه رکعاته لمونځ په جماعت سره اداء کول مسنون دي ( تر دوه زیات  رکعتونه هم کولی شي اوکه دجماعت موقع نه وي نو یواځي یواځي هم لمونځ کولی شئ) [2]

۲= د کسوف دلما نځه وخت : هروخت چې لمر تندر ونیسي او ترڅو پوري چې یې نیولی وي هغه مهال دکسوف لمونځ اداء کولی شي په دې شرط چې مکروه وخت به نه وي .[3]

۳= په مکروه وخت کې دلمر تندرنیول : که په مکروه وخت  کې دمثال په توګه د زوال  یا مازدیګر وروسته  لمر تندر ونیسي نوپه دې وخت کې د کسوف لمونځ نه کیږي ،بلکه خلک دي په دعا او استغفار باندي مشغول شي .[4]

۴=  که لمر په  وریځ یا ګردونوکې پټ شي :  که لمر تندر نیولی وي  خو لمر په وریځ یا ګردونو کې پټ وي  نو هم  دکسوف لمونځ باید وکړی شي.[5]

۵= اذان او اقامت : دکسوف په لمانځه کې نه اذان شته اونه اقامت ، البتة دخلکو د راغونډولو لپاره اعلان کیدی شي.[6]

۶= دکسوف لمونځ کې به قرائت په زوره وایې اوکه کرار؟ : امام ابوحنیفة رحمه الله وایې چې دکسوف په لمانځه کې به امام  په کراره سره قرائت وایې ، لیکن امام ابویوسف رحمه الله وایې چې په زوره ( لوړ اواز) دي قرائت وایې. نوځکه که دمقتدیانو له ستړیا څخه دساتلو له امله په لوړ اواز قرائت ووایې نو هیڅ پروا نه لري .[7]

۷= دکسوف په لمانځه کې قرائت ، رکوع اوسجده کې اوږد والی افضل دی:

دکسوف په لمانځه کې امام ته په کار دی چې اوږد قرائت وکړي، سورة بقره، او سورة آل عمران دي  ووایې، رکوع اوسجده دي هم ښه اوږده کړي لکه څرنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي.[8]

۸=   ترڅو پوري چې لمر تندر نیولی وي په لمانځه  او دعاکې  مشغولیدل مستحب دي، غوره داده چې لمونځ همدومره اوږد کړي چې د تندرنیولو ټول وخت ونیسي ،خوکه داسي ونه شي نو له لمانځه وروسته دي په دعاء کې مشغول شي تردې چې د تندرنیولو ټول اثرختم شي ، اودامهال که امام وغواړي خلکو ته مخ راواړوي اوپه زوره دعاء هم کولی شي.[9]

۹= ښځې دي دکسوف لمونځ تنها اداء کړي:  دلمر دتندرنیولو په مهال ښځو ته په کار دی چې په خپلو خپلو کورونوکې لمونځ ، دعا او عبادت وکړي په جماعت کې دي شرکت نه کوي.[10]

 ………………………………………………………………………………………

عَنْ قَبِيصَةَ الْهِلَالِيِّ ؓ،قَالَ:‏‏‏‏كُسِفَتِ الشَّمْسُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِﷺ،فَخَرَجَ،فَزِعًا يَجُرُّ ثَوْبَهُ وَأَنَا مَعَهُ يَوْمَئِذٍ بِالْمَدِينَةِ، ‏‏‏‏‏‏فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ فَأَطَالَ فِيهِمَا الْقِيَامَ، ‏‏‏‏‏‏ثُمَّ انْصَرَفَ وَانْجَلَتْ،فَقَالَ:‏‏‏‏إِنَّمَا هَذِهِ الْآيَاتُ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهَا،فَإِذَا رَأَيْتُمُوهَا فَصَلُّوا كَأَحْدَثِ صَلَاةٍ صَلَّيْتُمُوهَا مِنَ الْمَكْتُوبَةِ۔(ابوداؤد حدیث نمبر 1185،کتاب الصلوۃ، باب من قال اربع رکعات)

[1]       معارف الحدیث ۳/۲۵۲

[2]    …یصلی بالناس من یملک إقامۃ الجمعۃ بیان للمستحب (درمختار) أی قولہ یصلی بالناس بیان للمستحب وہو فعلہا بالجماعۃ: أی إذا وجد إمام الجمعۃ وإلا فلا تستحب الجماعۃ بل تصلی فرادیٰ۔ (شامی بیروت ۳؍۶۲، درمختار مع الشامي زکریا ۳؍۶۷)

 

[3]   …عند الکسوف فلو انجلت لم تصل بعدہ وإذا انجلیٰ بعضہا جاز ابتداء الصلاۃ الخ۔ (شامی بیروت ۳؍۶۲) في غیر وقت مکروہ۔ (شامي زکریا ۳؍۶۷)

[4]    …فی غیر وقت مکروہ لأن النوافل لا تصلیٰ فی الأوقات المنہی عن الصلاۃ فیہا وہٰذہ نافلۃ الخ، عن الملتقط إذا انکسفت بعد العصر أو نصف النہار دعوا ولم یصلو (شامی بیروت ۳؍۶۲، زکریا ۳؍۶۷)

[5]   …وإن سترہا سحاب أوحائل صلیٰ لأن الأصل بقاء ہ۔ (شامی بیروت ۳؍۶۲، زکریا ۳؍۶۷)

[6]    …بلا أذان ولا إقامۃ الخ۔ وینادیٰ الصلاۃ جامعۃ لیجتمعوا۔ (درمختار بیروت ۳؍۶۲-۶۳، زکریا ۳؍۶۷-۶۸)

[7] …ولا جہر، وقال ابو یوسفؒ: یجہر وعن محمدؒ روایتان۔ (شامی بیروت ۳؍۶۳، زکریا ۳؍۶۷)

[8] …ویطیل فیہا الرکوع والسجود والقراء ۃ والأدعیۃ والأذکار۔ (درمختار) فیقرأ أي فی الرکعتین مثل البقرۃ واٰل عمران کما فی التحفۃ، والإطلاق دال علی أنہ یقرأ ما أحب فی سائر الصلاۃ کما فی المحیط۔ (شامی بیروت ۳؍۶۳، زکریا ۳؍۶۸)

[9][9]   … ثم یدعو بعدہا جالساً مستقبل القبلۃ أو قائماً مستقبل الناس والقوم یؤمنون حتی تنجلی الشمس کلہا۔ (درمختار) والحق أن السنۃ التطویل والمندوب مجرد استیعاب الوقت أی بالصلاۃ والدعاء۔ (شامی بیروت ۳؍۶۴، زکریا ۳؍۶۸)

[10]   …والنساء یصلینہا فرادیٰ۔ (شامی بیروت ۳؍۶۴، زکریا ۳؍۶۹)

 

کتبه : مفتي محمدالغزنوي عفي عنه

Related posts