Home » دار الافتاء » که یوڅوک له یرغلګرو څخه یوشی وتښتوي

که یوڅوک له یرغلګرو څخه یوشی وتښتوي

الاستفتاء : محترم  مفتي صاحب ! که چیري یوتن دکافرانو سره  ملګرتیاکوي اوبیا چې موقع موندلي وي نوله دغه حربي کافرانو سلاح  یانور سامان  وتښتوي  نوبیادسیمي مجاهدین کولی شې چې دغه سلاح  یاسامان له دغه تن څخه واخلي ؟ مهرباني وکړئ موږ ته په دي اړه پوره معلومات راکړئ .عبدالله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په  ذکرشوي صورت کې چې دغه تن له حربیانو اوکافرانو څخه  کوم څیزونه وتښتوي  هغه څیزونه  دهمدغه تن دي  ، نورمجاهدین  دغه اسلحه  له  نوموړي تن څخه نشي اخستلی .البته که دمجاهدینو مرسته ورسره وه او یایې په دي عمل کې مستقیما برخه ورسره وه بیانودهغوحق هم په کې شته !

وفي المبسوط  ۱۲\۱۴۷م وطبع اخری  ۱۰\۸۳    : ما روي أن المشركين أسروا ابنا لرجل من المسلمين فجاء إلى رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يشكو ما يلقى من الوحشة «فأمره أن يستكثر من قول لا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم ففعل ذلك فخرج الابن عن قليل بقطيع من الغنم فسلم ذلك له رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ولم يأخذ منه شيئا» والمعنى ما بينا أن الغنيمة اسم لمال مصاب بأشرف الجهات وهو أن يكون فيه إعلاء كلمة الله تعالى وإعزاز الدين ولهذا جعل الخمس منه لله تعالى وهذا المعنى لا يحصل فيما يأخذه الواحد على سبيل التلصص فيتمحض فعله اكتسابا للمال بمنزلة الاصطياد والاحتطاب بخلاف ما إذا كانوا أهل منعة وشوكة .

في ردالمحتار ۳\۲۵۰ ومایؤخذ منهم هدیة اوسرقة اوخلسة اوهبة فلیس بغنیمة وهوللآخذ خاصة الخ  وهكذافي جمیع کتب المذهب .

والله تعالی اعلم

About admin