جون 04, 2020

ایا دحکومت  دکوم وزارت په یوه شعبه کې کار کولای شم ؟

ایا دحکومت  دکوم وزارت په یوه شعبه کې کار کولای شم ؟

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب ! زه یوه پوښتنه لرم ! اوهغه داچې دافغانستان داوسني حکومت  چې ټول امور يې مستقیما دیرغلګرو امریکایانو په لارښوونه اومرستوسره سرته رسیږي  ، زه دیوې مجبورۍ له امله کولای شم چې دیوه وزارت په  کومه شعبه کې کار وکړم اواصلې مقصدمي همدغه خپل اقتصادي مشکل حل وی . نوکه علماء کرام زموږ دغه شرعي مسئله حل اوفصل کړي احسان به يې وي . حامد بارکزی .

الجواب حامداومصلیا وبعد: په داسي حال کې لکه تاسوچې ورته اشاره وکړه چې ددې حکومت ټول امورپه مستقیم ډول یابالواسطة دیرغلګرو په لارښوونه سرته رسیږي  اودایوه بديهي خبره ده  ،نوپه هره شعبه کې هرډول خدمت  دیرغلګرو یادهغوئ دغلامانو یوډول مرسته اوتعاون ګڼل کیږی  او داسلام دين یومسلمان له دغه ډول عمل اوکار څخه منع کوي ،اوبل خوا الله تعالی دحلال رزق  موندلو ډيرې لاري پیداکړي دي چې هر انسان په اسانی سره کولای شي حلاله روزي وګټي .

قال الله تعالي : وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113) هود.

وفي احکام القرآن للتهانوي رح ۲\۱۶ :ولاتجوز لمصلحة نفسه من جلب مال اوجاه ونحوهما لاسیما اذا احتملت الافضاء  الی ضرر في الدين .

وفي تفسیرالامام ابي سعودرح ۴\۹۱ : {وَلاَ تَرْكَنُواْ} أي لا تميلوا أدنى ميلٍ{إِلَى الذين ظَلَمُواْ} أي إلى الذين وُجد منهم الظلمُ في الجملة ومدارُ النهي هوالظلم والجمعُ باعتبار جمعيةِ المخاطَبين …..{فَتَمَسَّكُمُ} بسبب ذلك{النار}  وإذا كان حالُ الميل في الجملة إلى من وجد منه ظلم ما في الإفضاء إلى مِساس النارِ هكذا فما ظنك بمن يمل إلى الراسخين في الظلم والعُدوان ميلاً عظيماً ويتهالك على مصاحبتهم ومنادمتِهم ويُلقي شراشِرَه على مؤانستهم ومعاشرتهم ويبتهج بالتزيّي بزِيّهم ويمُدّ عينيه إلى زهرتهم الفانية ويغبِطُهم بما أوتوا من القطوف الدانية وهو في الحقيقة من الحبة طفيف ومن جناح البعوض خفيف بمعزل عن أن تميل إليه القلوب ضعُف الطالبُ والمطلوب والآيةُ أبلغُ ما يتصور في النهْي عن الظلم والتهديدِ عليه .

والله تعالي اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts