مې 28, 2020

د “housng,scheme” په ذریعه کورونه اخستل جائزدي؟

د “housng,scheme” په ذریعه کورونه اخستل جائزدي؟

پوښتنه : داسکیم په ذریعه کور جوړول یااخستل شرعا روادی اوکنه ؟ اوهغه په دې ډول چې یوتن داسکیم مالک ته دکور تنوع اوټول اوصاف  بیان کړي ،بیاپه بیع سره جوړشي اونیمایې روفۍ اوس ورته تسلیموي اونیمایې چې کور جوړ شي نوپوښتنه داده :چې داډول معامله شرعا صحیح ده اوکنه ؟ بینواتوجروا حامدمومند

جواب : دذکرشوي صورت جواز په لاندي شرائطو سره صحیح  ده :

چې دجوړیدونکي کور ټول اوصاف اوتنوع داسي معلوم وي چې بیانزاع نه په کې راځې .

په دغه معامله به عرف اوتعامل هم موجود وي .

او معلومې ورځې به نه پکښې شرط کوي یعني چې په دومره ورځوکې به يې راته جوړوي.

في فقه البیوع ۱\۶۰۴ والصورة الثانية :ان تکون الارض ملکا للصانع ویطلب منه المستصنع ان یبني علیها بیتااومکتبا اودکانا ومنه ماجری به العمل من ان صاحب الارض الخالیة یعمل خطة بناء کبیر… الی قوله فهومخرج علی الاستصناع فیجوز ذلک بشروط الاستصناع .

والله تعالی اعلم

من فتاوی مفتي ابي یاسر عفی عنه

Related posts