Home » دار الافتاء » آیا عقیقة له اومې ورځې وړاندي کیدلای شي ؟

آیا عقیقة له اومې ورځې وړاندي کیدلای شي ؟

الاستفتاء رقم …… محترم مفتي صاحب ! په مشکوة شریف کې یوحدیث داسي تیرشوی چې عقیقه به په اومه ورځ کېږي  نوماخو عقیقه په دریمه ورځ کړي ده اوداسي په موږ کې رواج هم دی چې په دریمه ورځ باندي عقیقه کوونوزموږ عقیقه څرنګه ده ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:  دماشوم له زوکړي  وروسته په اومه ورځ عقیقه کول   سنت ده ،اوکه يې له اومې ورځې وړاندي وکړي  نوهم عقیقه اداء کېږي ، مګر فضلیت يې پاتېږي .

في تنقيح الفتاوى الحامدية (6 / 367): ولَو قدم يوم الذبح قَبل يوم السابع أو أخره عنه جاز إلا أَن يوم السابع أفضل”.

والله تعالی اعلم

کتبه :مفتی ابوحامدعفی عنه

About admin