Home » دار الافتاء » داذان په اړه یوه پوښتنه

داذان په اړه یوه پوښتنه

د افغانستان اسلامي امارت د اسلام پاڼې قدرمن مفتي صیب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

وبعد: احسن الفتاوی په باب الاذان کې لیکلي دي چې د آذان په کلماتو کې به د وصل په موقع د الله اکبر په را باندې فتحه لوستل کیږي سره له دې چې په عربو عجمو کې معمول د الله اکبر په راباندې ضمه لوستل دي.

تاسې لږ وضاحت راکړئ چې باید څه ډول ولوستل شي.

والسلام

عباس وردګ

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

الجواب حامدا ومصلیا وبعد : محترم وروره  د فقه حنفي په مشهور کتاب  ردالمحتار کې علامه ابن عابدن شامي رحمه الله تعالی لیکلي چې  دالله اکبر الله اکبر دوصل په حالت کې ضمه ویل دسنت خلاف دی ، دلته باید یا راء ساکنه کړی شي اویاهم مفتوحه وویلی شي

………………………..

قال ابن عابدین : والحاصل أن التکبیرة الثانیة فی الأذان ساکنة الراء للوقف ورفعها  خطأ، وأما التکبیرة الأولی من کل تکبیرتین منه  وجمیع تکبیرات الإقامة، فقیل محرکة الراء بالفتحة علی نیة الوقف، وقیل بالضمة إعرابا، وقیل ساکنة بلا حرکة علی ماهو ظاهرکلام الإمداد والزیلعی والبدائع وجماعة من الشافعیة. ۔۔۔ ثم رأیت لسیدی عبد الغنی رسالة فی هذه المسألة سماها  تصدیق من أخبر بفتح راء الله  أکبر أکثر فیها النقل. وحاصلها  أن السنة أن یسکن الراء من ” الله أکبر ” الأول أو یصلها  ب ” الله أکبر ” الثانیة، فإن سکنها کفی وإن وصلها نوی السکون فحرک الراء بالفتحة، فإن ضمها خالف السنة؛ لأن طلب الوقف علی ” أکبر ” الأول صیره کالساکن أصالة فحرک بالفتح۔ ( رد المحتار : ۳۸۶/۱، ط: باب الاذان ، ط: دار الفکر، بیروت (

کتبه : م/ محمد

About admin