Home » دار الافتاء » په یوه لاس پوښتنه کول !

په یوه لاس پوښتنه کول !

الاستفتاء رقم ………. محترم مفتي صاحب ! اوس په خلقوکې دارواج شوي چې پوښتنه په یوه لاس کوي نوآیا په یوه لاس باندي پوښتنه په اسلام کې شته اوکه څرنګه ؟ ځکه ځيني خلګ استدلال کوی چې په یوه لاس پوښتنه هیڅ پروا نه لري . متوکل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په دواړو لاسونوباندی پوښتنه یامصافحه کول سنت دی ،په یوه لاس باندي که دعذر له امله وي خوپروا نه لری اوکه دتکبر له امله وي نوڅرنګه چې تکبرحرام دی نوهرهغه عمل چې دتکبرڅرګندوی وي په اسلام کې  ځای نه لري .همدراز په یوه لاس پوښتنه  اصلا دنامسلمانو خلګو شعار یاعادت دی نوځکه دي یومسلمان له بل مسلمان سره دمصافحې  په مهال له یوه لاس پوښتنې څخه ډډه وکړي .

“قوله : (الأخذ باليد) اللام فيه للجنس. فلاتثبت الوحدة، والحق فيه أن مصافحته      ه ﷺ ثابتة باليد و باليدين، إلا أن المصافحة بيد واحدة لما كانت شعار أهل الأفرنج وجب تركه لذلك”. الكوكب الدري (۳/۳۹۲،  ندوة العلماء لکهنو):

وفي مجمع الانهر   والسنة في المصافحة بکلتایديه . کتاب الکراهیة باب احکام النظر  وهکذا في ردالمحتار وغیرهما والسنة ان تکون المصافحة بکلتایدیه وبغیرحائل من ثوب اوغیره وعنداللقاء بعدالسلام .

والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin