Home » درس الحديث » دالله تعالی دلاري رښتونی مجاهد!

دالله تعالی دلاري رښتونی مجاهد!

عن ابي هريره رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((إن في الجنه مائه درجه أعدها الله للمجاهدين في سبيل الله ،ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض)) رواه البخاري ومسلم

ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمايې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :… بي شکه چې  په جنت کې سل درجې دي  ، دغه درجات الله تعالی هغه مجاهدينوته ورکوي چې دالله تعالی په لاره کې جهاد کوي . اوددې هرې  درجې په مینځ کې  دومره مسافه ده لکه  دزمکې اوآسمان .

تشریح : په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم درښتوني مجاهد چې دالله تعالی په لاره کې جهادکوي یومقام اوفضیلت بیانوي .

دالله تعالی دلاري مجاهدخورا زیات فضائل لري چې په قرآن کریم کې اوبیاپه حدیثوکې  ډير په تفصیل  بیان شوی دی .

ددغه فضائلو څخه يې یود آخرت دغه ځانګړي فضیلت دی چې دالله تعالی دلاري مجاهدته به سل درجات ورکول کیږي ،په قرآن کریم کې  هم  الله تعالی دې درجاتو ته داسي اشاره کوي : وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (95) دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً  ()

او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په حدیث کې تفصیل وکړ چې داسل درجات دي اوهره درجه يې دومرمه ستره اوعظیمه ده چې ددوئ درمېنځ به لکه دزمکې اوآسمان  دومره مسافه وي .

About admin