اګست 08, 2020

دسامان آلاتو په اخیستلو باندي د تحفې ورکړه

دسامان آلاتو په اخیستلو باندي د تحفې ورکړه

پوښتنه : نن سبا ځيني کمپنۍ یا دوکاندار دځيني شیانو یا مصنوعاتو پر اخستلو(پېرلو) باندي اخیستونکي(پیرودونکي) ته انعامات یا تحفې ورکوي داانعامونه کله د قرعه اندازي په طریقه وي اوکله  دکوپن نمبر اونورو پر بنسټ وي چې نن سبا یې مختلف شکلونه  رواج دي ، مثلا دلوی اختر په ورځو کې ځيني دوکاندارانو د فریج یا فریزر په اخیستلو سره  دقربانۍ دیوه پسه ورکولو اعلان کړی ؤ چې دټولو اخیستونکو( پیرودونکو) نومونه لیکل کیدل اوبیا دقرعه اندازي په ذریعه چې دهرچانوم ختلی ؤ هغه ته یوپسه  ورکول کیده، نوایا داډول انعام اخیستل یا ورکول جائز دي اوکنه ؟ که په دې اړه مو ښه وضاحت راکړ

الجواب : حامدا ومصلیاوبعد: په پوښتنه  کې دیادو شویو انعامونو ترلاسه کول په لاندي درو شرطونو سره جائزدي :

لمړی : مبیع ( دخرڅلاو سامان آلات ) به په عام بازاري قیمت باندي خرڅیږي، دانعام له امله به یې په قیمت کې زیاتوب نه کوي .

دوهم : دغه انعامونه به  دغیرمعیاري او بیکاره سامانونو دترویج ذریعه نه جوړیږي.

درېیم : داخیستونکي ( پیرودونکي) مقصد به دسامان اخیستلوسره ګټه ترلاسه کول وي ، یواځي دانعام ترلاسه کولو لپاره به یې دسامان اخیستل مقصودنه وي
ددې شرائطو لامل دادی چې که دانعام په وجه دمبیعي په قیمت کې زیاتونه راځي نودااضافي پیسې په اصل کې دهغه انعام ترلاسه کولو لپاره وي چې ترلاسه کیدل اونه ترلاسه کیدل یې دواړه سره برابردي ، ګویا دااندازه پیسي په قمارکي مصرف دي چې حرمت یې په قرآن اوحدیث سره ثابت دی.

دغیرمعیاري او بیکاره سامان ترویج هم صحیح نه دی،ځکه دداسي سامان آلاتو قیمت عموما کم وي چې دلته هم اضافي پیسې دقمار په عنصرکې شاملي دي

همدارازکه اصل مقصد دانعام ترلاسه کول وي نو هم ګویا پیسې یې په داسي څه کي لګولي چې دانعام ترلاسه کیدل اونه ترلاسه کیدل دواړه احتمال لري اوهمدې ته قمار وایي.

په دې اړه داسلامي نړۍ مشهور اونامتو عالم مفتي محمدتقي عثماني صاحب لیکي :
“ان النوع الاول من هذه الجوائز ما تمنح علي اساس القرعة ونحوها لمشتري بضاعة مخصوصة او منتج مخصوص فان کثيراً من التجار يعلنون جوائز يوزعونها علي جملة منتخبة من المشترين الذين يشترون بضاعتهم ويقع انتخاب المجازين اما عن طريق القرعة او علي اساس ارقام الکوبات اللتي توضع مع البضاعة فمن اشتري بضاعة ‏حصل علي کوبون, فلو وافق رقم کوبونه الرقم المنتخب للجائزة استحق ان يجوز الجائزة المخصصة لذالک الرقم وان حکم مثل هذه الجوائز انها تجوز بشروط :
الشرط الاول: ان يقع شراء البضاعة بثمن مثله ولا يزاد في ثمن البضاعة من اجل احتمال الحصول علي الجوائز وهذا لانه ان زاد البائع علي ثمن المثل فالمقدار الزائد انما يدفع من قبل المشتري مقابل الجائزة المحتمله فصارت الجائزة بمقابل مالي فلم يبق تبرعاً وان هذا المقابل المالي انما وقع به المخاطرة فصارت العملية قماراً اما اذا بيعت البضاعة
بثمن مثلها فان المشتري قد حصل علي عوض کامل للثمن الذي بذله ولم يخاطر بشیء فالجائزة التي يحصل عليها جائزة بدون مقابل فيدخل في التبرعات المشروعة .
الشرط الثاني : ان لا تتخذ هذه الجوائز ذريعة لترويج البضاعات المغشوشة .
الشرط الثالث : ان يكون المشتري يقصد شراء المنتج للانتفاع به ولا يشتريه لمجرد ما يتوقع من الحصول علي الجائزة لانه ان لم يکن يقصد شراء المنتج فان ما يبذله من الثمن انما يبذله من اجل الجائزة فکان فيه شبهة المخاطرة فلا يخلو من شبهة القمار و يدخل في هذا النوع جميع الجوائز التي تمنح من قبل التجار لعملائهم علي اساس عدد معين من التعاملات مثل الجوائز التي تعطيها شرکات الخطوط الجو ية والفنادق الکبيرة علي اساس النقاط التي تحسب في حساب العميل وکلما بلغت هذه النقاط الي عدد معين استحق العميل جائزة معلومة”. [بحوث في قضايا فقهية معاصرة 2/232]
کتبه : مفتي محمدالغزنوي

Related posts