Home » درس الحديث » مجاهد تر ټولوغوره مخلوق !

مجاهد تر ټولوغوره مخلوق !

عن أم مالك البهزية – رضي الله عنها – قالت: ” ذكر رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فتنة فقربها ” , فقلت: يا رسول الله من خير الناس فيها؟ , قال: ” رجل في ماشيته , يؤدي حقها ويعبد ربه ورجل آخذ برأس فرسه , يخيف العدو ويخيفونه “رواه احمد

ژباړه :له ام مالک البهزيې -رض- څخه روایت دی:چې رسول الله -صلی الله علیه  وسلم- دیوې فتنې یادونه وکړه اوهغه يې نږدې واقع کیدونکي وګڼله ، ماورته وویل : دالله تعالی رسوله ! په دې کې به غوره خلګ څوک وي ؟ ده راته وویل :یوهغه خلګ چې دخپلوپسونو سره وي دالله تعالی حق په کې اداء کوي اودخپل رب عبادت کوي ،

اودوهم هغه مجاهدین دي چې دآس  مراندي يې نیولي وي ،دښمن ویروي اودښمن دی ویروي .

تشریح : کله چې حربي کفار په مسلمانانو یرغل وکړي نوپه مسلمانانوباندي جهاد کول فرض عین ګرزي – البته لمړی هغه خلګ چې دوئ ته نږدي وي – اوکه يې هغه له مقابلي څخه عاجزه وو بیا نوله شرقه ترغربه په ټولومسلمناناوباندي فرضيږي .

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- دداسي مشکل حالت  په  هکله وفرمایل :چې بهترین خلګ هغه دي چې له دې ځایه لیري وي اوچېرته دیوه غره په غیږه کې خپل پسونه څروي ،دخپل رب عبادت کوي اودوهم هغه غازي اومجاهد ده چې ددښمن په وړاندي  ولاړوي اودآس ملونه يې نیولي وي اودښمن ویروي .

ابویاسرعفی عنه

About admin