Home » درس القرآن » دنړۍ ستر ظالمان چې سخت ذلیل شول !

دنړۍ ستر ظالمان چې سخت ذلیل شول !

قال الله تعالی :وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (59) وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ (60)

اوهغه عادیان وو چې دخپل رب له آیتونوڅخه يې انکار وکړ اودرسولانونافرماني يې وکړه  اوددوئ-په مقابل کې يې- دهرمتکبر اوعنادګر اتباع  وکړه،نودوئ په دې دنیاکې هم ملعون شوواوپه آخرت کې هم ،پوه شئ! چې عادیانودخپل رب څخه انکار وکړ اوډیرلري شوو درب له رحمته  ،هلاکت وعادیانولره ، چې دهودعلیه السلام قوم وو.

لنډتفسیر : په دې آیتونوکې الله تعالی دنړۍ دیوه جابراوظالم قوم یادونه کوي چې کله هغوئ دالله تعالی له امرونو سروغړاوه اودرسول نافرماني يې وکړه اودالله تعالی ددين اورسول  په مقابل کې يې دهغه چااتباع وکړه چې له حق څخه يې اعراض کاوو اودالله تعالی له رسولانو سره يې سخت عداوت درلود نوالله تعالی په دې دنیاکې هم ذلیل اوملعون کړو په سخت عذاب يې هلاک کړل ،اوپه آخرت کې  يې هم دخپل رحمت څخه  محروم کړل .

همدغه ډول په دې عصرکې خلګ دخپل دين اوددين  دلارویانو- یعني علماو،مجاهدینو اوطالبانو –   په خلاف دستر اووحشي یرغلګرو ترڅنګ ودریدل  اوداسلامي نظام دنفاذ اوالهي قانون دپلې کیدو مخه  يې ونیوه ،دوئ به ارومرو په دې دنیاکې هم ذلت ویني اوپه آخرت کې به دخپلو بادارانو سره په جهنم کې وي ان شاء الله تعالی وماذلک علی الله بعزیز .

About admin