Home » عصري مسائل » په ډسکاونټ (Discount) دیو شیئ رانیول اوپلورل
Group of coupon

په ډسکاونټ (Discount) دیو شیئ رانیول اوپلورل

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! په ځیني هټیو او سترو مارکیټونوکې  نن سبا  تجارت ته د ودي  ورکولو لپاره یوه طریقه  رواج ده چې  ډسکاونټنګ  (Discount)  ورته وایې دمثال په توګه : دیوشیئ قیمت  زر (۱۰۰۰)روپۍ وي نو په دې باندي ۲۵ فیصده  ډسکاونټ راځي یعني اوس هغه شیئ په  (۷۷۵) باندي  وي ،نوایا په ډسکاونټنګ باندي شیئ خرڅول  یا اخیستل جائز دي اوکنه ؟

الجواب : حامداومصلیا وبعد: په مسؤوله  صورت کې  دشیانو اخیستل اوخرڅول دواړه جائز دي . ځکه چې دبائع اومشتري په خوښه په مبیع او ثمن دواړوکې  زیاتوب او کموالی جائز دي .[1]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1]    لما في ’’ المختصر القدوري ‘‘ : ویجوز للمشتري أن یزید للبائع في الثمن ویجوز للبائع أن یزید للمشتري في المبیع ، ویجوز أن یحط من الثمن ۔ (ص/۸۱ ، کتاب البیوع ، الہدایۃ :۳/۵۹، التنویر وشرحہ مع الشامیۃ :۷/۲۸۵، البحر الرائق :۶/۱۹۸     جدید فقہی مسائل:۱/۲۱۷، قدیمی )

والله تعالی اعلم : کتبه م/ محمد

 

 

About admin