جولای 16, 2020

داسي وختونه چې دعاء په کې قبلیږي .

داسي وختونه چې دعاء په کې قبلیږي .

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:  «سَاعَتَانِ لَا تُرَدُّ عَلَى دَاعٍ دَعْوَتُهُ، حِينَ تُقَامُ الصَّلَاةُ وَفِي الصَّفِّ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»  رواه ابن حبان فی صحیحه

ژباړه : له سهل بن سعدرضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دوه داسي وختونه شته : که څوک دعاپه کې وکړي ارو مرو قبلیږي  ۱ دلمانځه ددریدو په مهال ۲ دجهاد په صف کې .

تشریح : یعني دانسان لپاره دوه داسي حالتونه شته چې دعايې ضرور په کې قبلیږي لمړی دلمانځه ددریدو په مهال ځکه په دغه مهال انسان الله تعالی ته ډیرنږدي اودخپل رب په وړاندي په انتهايې عجز کې وي او په داسې  حالت کې دعاقبلیږي .

اودوهم دجهاد په صف کې ځکه په دې وقت کې انسان دالله تعالی سره  په وروستۍ درجه داخلاص ، محبت اوقربت کې وي  اودامهال هم  داجابت ترټولو ښه وقت دی .

ابوحامدعفی عنه

Related posts