Home » درس القرآن » کفار اودهغوئ ملګري چې شیطان پري مسلط شوی.

کفار اودهغوئ ملګري چې شیطان پري مسلط شوی.

قال الله تعالي :وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ (36) وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ (37) الزخرف :

ژباړه : هغه څوک چې له قرآن کریم څخه یې اعراض وکړي موږ شیطان پري مسلط کړو نوهغه ورسره ملګری شي ،او- بیانو- دوئ خلګ له جهاد –یادين – څخه ګرزوي اودوئ ګمان کوي چې په سمه لاره روان دي – خوداسي نه ده – .

لنډتفسییر : دمکې دښار ډیرخلګ درسول الله صلی الله علیه وسلم په مقابل کې ولاړو اوقران کریم يې نه منل ،الله تعالی دغه ډول کفارو ته یادهغوئ ملګرو ته وايې :چاچې دالله تعالی له کتابه انکار وکړ موږ ورباندي شیطان مسلط کړو اوهغه تل ورسره وي اوپه نارواويې ورمخ کړي وي .

اوخلګ دالله تعالی له دين – جهاد- لمونځ – روژې  اوداسي نورو څخه منع کوي . داسلام اومسلمانانو خلاف له هیڅ ډول سازشونو څخه مخ نه ګرزوي .اودوئ داګمان کوي چې دوئ په سمه لاره دي .خوداله عقل خالی خلګ نه پوهیږي چې دوئ اوس دشیطان ملګري شوي اودوئ ته به رب العزة سخته اوابدي سزا په جهنم سره  ورکړي.

About admin