Home » درس القرآن » که یرغلګر توبه کړي نو… !

که یرغلګر توبه کړي نو… !

قال الله تعالی :

فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (192) وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ (193)

ژباړه : که دوئ [کافران  له کفره ] وګرزي – اوایمان راوړي – نوالله تعالی بخشونکی اورحیم دی  ،له دوئ سره ترهغه جنګیږئ ! چې فتنه پاته نشي  اوچې شي دغه دين خالص دالله تعالی لپاره ، اوکه دوئ و ګرزي  – له کفره یایرغل څخه –  نوبیاپه دوئ تجاوز مه کوئ مګر په هغه حال کې چې دوئ ظلم کوي .

لنډتفسیر : په دې آیة کې الله تعالی دکفارو په هکله فرمايې:چې که دوئ له کفره  څخه لاس په سر شي نوکیدلی شي چې دالله تعالی له عذابونوڅخه نجات ومومي اوداسلام په قبلولو يې ټول ګناهونه وبښل شي .

اوکه چېرته کفار دیرغلګرو په څېر په مسلمانانو باندي ظلم کوي  نوبیاترهغه ورسره جنګیږئ چې ددوئ دسېسې ټولي شنډي شوي نه وي اوددوئ ټول شرله مینځه تللی نه وي ،اودالله تعالی په ځمکه دالله تعالی دين اوشریعت نافذشي ،

اوکه چېرته له یرغل اوکفرڅخه لاس واخلي نوبیا ورباندي کار مه لرئ مګر داچې ظلم ته بیرته لاس کړي .

About admin