جولای 14, 2020

په Whatsapp دبیع یوصورت !

په Whatsapp  دبیع یوصورت !

پوښتنه : محترم مفتي صاحب ! مایودانه ایم پور [m4] اویولېزري دوربين داسي واخستل چې دایم پور اودوربين عکسونه يې په واټساپ راواستول ،ماهغه تصویرونه ولیدل اوبائع ته مي وویل :چې زماخوښ دي اوزه يې درڅخه اخلم  ،دریمه ورځ هغه شیان راواستول ،ماچې هغه څېزونه ولیدل نوهغه ماډل یاهغه ډول نه وو کوم چې مااوده بیان ورباندي کړی وو،اوس يې زه بیرته ور استوم اوهغه وايې چې دغه شیان اوس ستادي ځکه زمااوستاترمینځ خبره په عکسونوخلاصه شوي وه . نوشرعي پوښتنه داده :چې آیا دغه سوداصحیح  ده اوزه ددې حق لرم چې ورواپس يې کړم ؟ بینوا توجروا

جواب :لمړی دغه مذکوره صورت دوعدې ده اوبیع نه ده ، اودوهم که دغه عقدسرته رسیدلی هم وي نومشتري يې بیرته د ور استولو اوردکولو حق لري ځکه دعکس یاتصویرپه لیدو خیارالرؤیة نه ساقطیږي .

في البدائع :۵\۲۹۵ وقالوا في المشتري اذا رئی المبیع في المرأة ان  له الخیار وکذافي الماء … والصحیح انه رأی عین المبیع  …. لکن لاعلی وجه المعتاد بخلق الله تعالی فیه الروية وهذالیس ببعیدلان المقابلة لیس من شروط الرؤیة ولکن قدلایحصل به العلم بهیئته للتاوت المرأة فیعلم باصله لابهیئته فلذلک تثبت له الخیار .

کذافي الفقه الاسلامي وادلته ۵\۲۵۹

کتبه : مفتي فیض الله عفی عنه

Related posts