جون 04, 2020

د- Hotel -دنوې سیسټم خوراک په اړه :

د-  Hotel -دنوې سیسټم خوراک په اړه :

پوښتنه : محترم مفتي صاحب ! دامهال په هوټلونوکې دخوراک یونوی سیسټم جوړشوی دی ،اوهغه داسې چې مثلا: هوټل ته په ننوتلو في نفر [۱۳۰۰] روفۍ جمع کېږي نور نوبیا چې هرڅه خوري هغه وي، نه دکومې نوعې خوراک تعين په کې وي اونه دکوم عدد .بس کم اوکیف يې نه وي معلوم ،نوپوښتنه داده :چې داډول خوراک یاداسیسټم شرعا مشکل لري اوکنه ؟ ابوالفیض

الجواب : په وړاندي ذکرشوې صورت کې کوم شرعې مشکل نشته .

في فقه البیوع ۱\۳۸۸ ومماشاع في عصرنا في المطاعم والفنادق طعام البوفية وهوان صاحب المطعم یضع انواعامن الاطعمة في صحون کبیرة ویأذن للمشتري آن یاکل ماشاء بثمن معلوم معين فالثمن في هذه المعاملة معلوم ولکن المبیع غیرمعین لاجنسه ولامقداره والقیاس ان لایجوز هذالبیع لان المبیع وقدره مجهول عندالعقد جهالة تؤدي الی الغرر ولکن الناس تعاملوا به من غیر نکیر والظاهر ان الغرر فیه مغتفرلان الفقهاء اجمعوا ان الغررالیسیر غیرمفسدللعقد …

والله تعالی اعلم

کتبه :فیض الله عفی عنه

Related posts