Home » درس الحديث » دوه ملعون اوازونه  :

دوه ملعون اوازونه  :

عن انس بن مالك قال سمعت رسول الله صلي الله عليه وسلم يقول : صوتان ملعونان فی ‌الدنیا و الاخرة مزمار عند نعمة، و رنة عند مصیبة» .

۸ ـ الترغیب و الترهیب:۴/۱۸۴ ؛ صحیح البخاری، رقم الحدیث: ۶۳۰۱ ؛ فتح‌الملهم: ۳/۴۵۰، رقم الحدیث: ۵۶۰.

ژباړه : له انس – رض – څخه روایت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي چې ویل يې : دوه داسې اوازونه دي چې  په دنیا اوآخرت کې  ملعون دي .یو دسروز آواز دخوښیو په مهال اوبل ساندي دغم  په مهال .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حديث کې دسروز  اوساندې  داوآزونوپه اړه فرمايې : چې دادوه داسې اوازونه دي چې غږونکی ،ویونکی اواوریدونکی يې ملعون ګرزي – یعني دالله تعالی درحمت څخه محرومیږي – .

نن صباڅومره ډیرځوانان  اوښځې په دې عمل اخته دي،موږ وینوچې په کوژدنوکې ،ودونوکې ډول ډول سروزونه وي ،په عامه مجالسوکې سروزونه اوریدل کیږي ،له رادیو اوتلویزون څخه همداسروزونه خپریږي  ،دموبایلونو استعمال يې هم دهمدې سروزونو لپاره وي ، تردې چې په خپلوموبايلونوکې  دژنګ  لپاره همدغه اوازونه  لګولي وي .نوپه خلګوبه الهي رحمتونه چېرته وي .اوکله چې رحمتونه نه وي نوهلته یواځې عذابونه وي .موږ وینو چې له هرلوري عذابونه دي اوبس .

ابوسعدعفی عنه

About admin