اګست 08, 2020

درسول الله صلی الله علیه وسلم یوه وړاندوینه!

درسول الله صلی الله علیه وسلم یوه وړاندوینه!

قَالَ حُذَيْفَةُ – رض – سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ ” تُعْرَضُ الْفِتَنُ عَلَى الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا فَأَىُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ وَأَىُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ حَتَّى تَصِيرَ عَلَى قَلْبَيْنِ عَلَى أَبْيَضَ مِثْلِ الصَّفَا فَلاَ تَضُرُّهُ فِتْنَةٌ مَا دَامَتِ السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ وَالآخَرُ أَسْوَدُ مُرْبَادًّا كَالْكُوزِ مُجَخِّيًا لاَ يَعْرِفُ مَعْرُوفًا وَلاَ يُنْكِرُ مُنْكَرًا إِلاَّ مَا أُشْرِبَ مِنْ هَوَاهُ ”

ژباړه :حذیفة -رضی الله تعالی عنه- فرمايې : چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي چې ویل يې : فتنې به زړونو ته لکه دپزې خلی په خلی داسي داخلېږی ،هرزړه ته چې – فتنې – ورغلي تور ټکې به ورباندي پیداشي ،اوهرزړه چې ډډه ترې وکړه په هغه په سپېن ټکې پيداشي..،تردې چې دخلګو زړونه به دوه ډولونه شي ،یوه ډله خلګ به دسپينو زړونو څښتنان وي،زړونه به يې لکه سپېنه اوپاکه تېږه داسي وي ،چې هیڅ فتنه به اغیز  ورباندي نه کوي ،ترڅوچې داځمکې اواسمانونه قائم وي ،اوبله ډله به دتورو زړونو مالکان وي , زړونه به يې لکه تورې ایري  داسي وي ,اولکه سرچپه کوزه ،نه به معروف پېژني اونه به منکر، پرته له اتباع دخپلې هواڅخه .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حديث کې دفتنو یادونه کړي ،اوفرمايلې يې دي : چې داسي وخت به هم راشي چې دخلګوزړونه به له ډول ډول فتنو څخه ډک شي ،فتنو به يې ژړونوته لاره کړي وي ،داسي به ورداخلیږي لکه دپوزي خلي چې يوپه بل پسي داوبدلو په مهال داخلیږي .له دي سره به يې په زړونو تورداغونه پیداشي چې بالاخره به يې زړونه تورشي ،اوهیڅ ددين خبره به اثر نه ورباندي کوي،نه به دثواب اوخیر کار پېژني اونه به دګناه یاعذاب کار .بس چې زړه يې غواړي هغه به کوي . زړونه به يې دایمان څخه داسي خالي وي لکه سرچپه منګي .

مګر یوه ډله به بیاداسي وي چې زړونه به يې تک سپین وي [لکه دمجاهد] چې هرڅه خزانونه یاهواوي ورباندي راشي په ده به هیڅ اغیزونه کړي .بلکه لابه يې ایمان قوي کیږي .

Related posts