Home » دار الافتاء » وکیل دزکوة روفۍ خپل زوی یاميرمني ته ورکولای شي؟

وکیل دزکوة روفۍ خپل زوی یاميرمني ته ورکولای شي؟

الاستفتاء رقم …محترم مفتي صاحب ! که یوسړی بل څوک وکیل کړي چې ته زما دغه یولک روفۍ مساکینواوفقراؤ ته ورکړه ، اوس دا سړی دا د زکوة روفۍ خپلې میرمني ،لور یازوی ته ورکولای شي اوکنه ،چې هغه هم مساکین اوفقراء وي ؟  بينوا توجروا . سیدمحمد

الجواب حامدا ومصلیاوبعد: هو،په مذکوره صورت کې دغه سړی دپیسو دمالک وکیل ګرزي نوخپلې میرمني ،زوی ،لور او لمسیانو ته چې مساکین وي دغه دزکوة روفۍ ورکولای شي .

لمافي البحر الرائق : ۲\۴۲۶  وفي الظهيرية: رجل دفع زكاة ماله إلى رجل وأمره بالأداء فأعطى الوكيل ولد نفسه الكبير أو الصغير أو امرأته وهم محاويج جاز، ولا يمسك لنفسه شيئا، ولو أن صاحب المال قال له: ضعه حيث شئت له أن يمسك لنفسه اهـ

وفي المحیط البرهاني ۲\۵۰۸  ط :داراحیاء التراث ..الفصل التاسع في المسائل المتعلقة بمعطي الزکوة : سئل ابوحفص عمن دفع زکوة ماله الی رجل وامره أن یتصدق بها فأعطی ولدنفسه الکبیر اوالصغیر اوامرأته وهم محاویج جاز .

ومثله في الفقه الاسلامي  وادلته ۳\۱۹۷۶

والله تعالی اعلم وعلمه اتم

کتبه : ابوحامدعفی عنه

۲۹\۷\۱۴۴۱

About admin