Home » دار الافتاء » په لمانځه کې له یوه سورة څخه بل ته تلل !

په لمانځه کې له یوه سورة څخه بل ته تلل !

الاستفتاء رقم …………..  محترم مفتي صاحب ! که یوسړی په لمانځه کې له یوسورة څخه یودوه درې جملې ووایې بیا هغه ایله کړي بل ځای بل آية شروع کړي یابل سورة شروع کړي په دې کې خوبه لمانځه ته  تاوان نه رسیږي ؟ بينوا توجروا . ……حامد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: داسې عمل په لمانځه کې مکروه دی اودردالمحتار له تورو معلومیږي چې کراهیت يې  تنزیهي دي .

في التاتارخانیة ۲\۶۷ : واذا انتقل من آية الی آية اخری من سورة اخری اوسورة اخری اومن هذه السورة وبیهنما آیات فهومکروه .

وفي الفقه الحنفي في ثوبه الجدید۱\۲۳۶ : ویکره ان یقرأ کلمة اوکلمتین من سورة ثم یترکها وينتقل الی سورة اخری اویترک قرآءة آية عمدا ويقرأ مابعدها .

وفي ردالمحتار ۱\۴۰۴ لوقرأ من محلین بأن انتقل من آية الی اخری من سورة واحدة لایکره اذاکان بینهما آيتان فاکثر لکن الاولی ان لایفعل بلاضرورة .

والله تعالی اعلم  .

کتبه : ابوحامدعفی عنه

رجب ۲۹\۱۴۴۱

About admin