مې 28, 2020

آيا په دې صورت کې رشوت ورکول رواده ؟

آيا په دې صورت کې رشوت ورکول رواده ؟

الاستفتاء رقم …………..  محترم مفتي صاحب ! تګ اوراتګ مو یوه سخته اړتیا ده ،مګر ډیروخت  په لاره کې عسکر بي ځایه  تکلیف راکوي ، نوکه زه دځان  یادموټر دخلاصولو لپاره رشوت ورکوم په دې خوبه زه دکبېره ګناه مرتکب نه ګرزم ؟ خلق خواوس ټول په دغه لین اودین اخته دي ، که تاسو رهنمایې راته وکړئ      احسان به مووي   !  احمدالله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په مسئوله صورت کې رشوت ورکول جائز ده ،خواحتیاطا به توبه کاږي ،مګر  عسکرته يې اخستل حرام دی اوتوبه ورباندي واجب ده .

في البحر ۶\۴۴۱ وفي الخانیة  الرشوة علی وجوه اربعة …ومنها : اذادفع الرشوة خوفاعلی نفسه اوماله فهوحرام علی الآخذ وغیرحرام علی الدافع .

ومثله في التاتارخانیه ۱۱\۷۵ واعلم بان الرشوة انواع  … ومنها ان یهدي الرجل الی الرجل مالا بسبب ان ذلک الرجل قدخوفه فیهدي الیه مالا لیدفع عن نفسه وماله …

والله تعالی اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

رجب ۳۰\۱۴۴۱هج

Related posts