مې 28, 2020

ایامجاهددزکوة ورکول شوې روفۍ په خپل اولادمصرف کولای شي ؟

ایامجاهددزکوة ورکول شوې روفۍ په خپل اولادمصرف کولای شي ؟

الاستفتاء رقم …………..  محترم مفتي صاحب ! زه یومجاهدیم یوسړي دزکوة لس زره روفي راکړی ویل يې داپه مجاهدینومصرف کړه یا یوشی ورته واخله .اوس زه خپله هم سخت مسکین یم اوپه کورکې دوړو روفۍ نه لرم ،نوزه يې په اولادمصرف کولای شم اوکنه ؟  بينوا توجروا .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که چېري دغه اخستونکی خپله هم مجاهداوفقیر وي یا دزکوة مالک ورته ویلي وي چې ستاخوښه شي هلته يې مصرف کړه اودی مسکین وي نوبیايې په خپله مصرف کولای شي .والا فلا .

في البحر الرائق : ۲\۴۲۶  وفي الظهيرية: رجل دفع زكاة ماله إلى رجل وأمره بالأداء فأعطى الوكيل ولد نفسه الكبير أو الصغير أو امرأته وهم محاويج جاز، ولا يمسك لنفسه شيئا، ولو أن صاحب المال قال له: ضعه حيث شئت له أن يمسك لنفسه اهـ

في الفقه الاسلامي  وادلته ۳\۱۹۷۶:وللوکیل ان یدفع الزکوة لولده الفقیراوامرأته الفقیرة اذالم یامره بالدفع الی شخص معین ،ولایجوز له ان یأخذالزکوة لنفسه الا اذاقال له الموکل : ضع حیث شئت .

والله تعالی اعلم

کتبه ابوحامدعفی عنه .

Related posts