مې 28, 2020

چې دعذر له امله له غزاء پاته شي!

چې دعذر له امله له غزاء پاته شي!

عن النبي صلی الله علیه وسلم . انه قال ….إنَّ بالمدينة لرِجالاً ما سِرتُم مسيرًا ولا قطعتُم واديًا إلا كانوا معكَم))، قالوا: وهم بالمدينة؟! قال: ((وهُم بالمدينة؛ حبَسَهم العذرُ)). متفق علیه

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې ويې فرمایل : بي شکه چې په مدینه کې څه خلګ -داسي هم- شته چې تاسو یوقدم دجهادپه لاره  کې نه دی اخیستی اونه مو یوه دره مزل کړي مګر دوئ له تاسو سره ملګري وو،صحابه و وویل :چې دوئ په مدینه کې پاته وي بیا به هم دجهاد اجراوثواب ترلاسه کوي ؟ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ورته وفرمایل : هو ، دوئ په مدینه کې دي – اوددوئ کامل اجر دی ځکه –  دوئ دعذرله امله په دې غزاء کې ګډون نه دی کړی .

تشریح : په دې حدیث کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم – دهغه واقعي اوحقیقي معذورینو په هکله وضاحت کړی دی ،یعني هغه مخلص مسلمانان چې دکومې غزاء له ګډون څخه دیوه عذر له امله پاته شي هغه داسي دي لکه په غزاء کې چې يې ګډون کړی وي ،اوپوره اجر به ترلاسه کړي .

په نورو احادیثوکې واضحه شوي چې دجهاد په څير اجر اوثواب په هیڅ یوه عمل باندي نشي ترلاسه کیدلای .

له دي نه معلومیږي چې  ترټولو بداوبیکاره خلګ یاپه بل تعبیر ازلي شقیان هغه دي چې ژبه ،قلم اولاس يې دجهاداومجاهدينو په خلاف استعمالیږي . یاپه زړه کې ورسره ورانه لري .

کتبه : ابویاسرعفی عنه

Related posts