اګست 08, 2020

دزکوة دورکړي ځېني مقاصداوښېګڼې ! ۱-

دزکوة دورکړي ځېني مقاصداوښېګڼې ! ۱-

 

له شکه پرته دزکوة په ورکړه سره دالله عز وجل دیوه عظیم امر تعمیل راځې ،هو هغه امر چې داسلام داساساتو څخه ګڼل کیږي ،اودزکوة ورکړه داسلام دبناء وڅخه ده .

مګر له دې سره سره ځيني عجیبه ښېګڼې لري چې ځېني به يې لاندي ذکرشي :

دبخل اوشح څخه دانسان طبعیت نظافت :

بخل اوشح دانساني طبعیت ډیربیکاره صفات دي اوپه دې باندي نږدي ټول انسانیت متفق دی .

د-بخل- معنی داده :چې انسان په خپل ځان اوبل باندي هیڅ ډول لورینه نه لري .او- شح -داده :چې دالله تعالی  د یومالي عبادت  یوامر هم سرته نه رسوي .

الله تعالی په دې هکله فرمايې : “ومن يوق شح نفسه فأولئك هم المفلحون” څوک چې دنفس دبخل اوشح څخه وساتل شونوهغوئ نجات وموند.

دانساني طبعیت نظافت اوتطهیر له دغه بدوصفاتو څخه یوهم دزکوة په ورکړه سره راځې  لکه الله تعالی چې فرمايې : خُذْ مِنْ أَمْوَالِـهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُـزَكِّيهِمْ بِهَا. ددوئ له مالونو څخه زکوة  درواخله چې ددوئ تطهیر اوتزکیه ورباندي راشي .

دحب المال دبیمارې څخه نجات

حب المال چې ام الذنوب  ورته ویل کېږي – ځکه دبي شمیره ګناهونو سرچېنه ګرزي – دانساني طبعیت لپاره یوه بله مهلکه بیمارې ده .که انسان په دغه بیمارې اخته شي نونه یواځې ځان یې هلاک  کړ بلکه ټولنه يې هم له سخت ناورین سره مخ کړه .

دزکوة ورکړه سره له همدغې بیمارې څخه نجات راځې : الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ [الحديد: 24{  هغه کسان چې خپله هم بخل کوي اونورخلګ هم په بخل باندي امر کوي ،- نودوئ دي له دې بدوصف څخه ځان پاک کړي – اوکه داسي ونه کړي نوبی شکه چې الله تعالی غني اوبي پروا اوپه ټولو صفاتو کې محمود ذات دی یعني سزابه ورکړي .

پاته لري …

Related posts