جون 04, 2020

دزکوة ځيني مقاصداوښېګڼي -۲-

دزکوة ځيني مقاصداوښېګڼي -۲-

په تېرپسي :

۳- زکوة دحرص دبدصفت ازاله راولي .

حرص معنی داچې هیڅ لورینه نه درلودل ،بلکه دهیڅ شي ورکړه په دې ویره نه کوي چې کیدی شي دده به ورته اړتیاپیداشي .

دغه بدصفت چې انساني کرامت سخت مجروح کوي انسان دنورو په وړاندي سپک اوذلیل ګرزوي .

قال ابوالعتاهیة  إنما الحرص مركب الأشقياء .بي شکه چې حرص دشقیانو سوارلۍ ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په هکله فرمايې :

يَهْرَمُ ابْنُ آدَمَ وَيَشِبُّ مِنْهُ اثْنَتَانِ : الْحِرْصُ عَلَى الْعُمُرِ ، وَالْحِرْصُ عَلَى الْمَالِ  الحدیث ژباړه :انسان زړیږې مګر دوه شیان په کې ځوانیږي یوحرص علی العمر دوهم حرص علی المال .

مګر زکوة یوداسي عمل دی چې ددغه کریه صفت ازاله راولي اوانساني کرامت اوشرافت ته لاوده ورباندي ورکول کېږي .اودحریص علی المال څخه انسان دحریص علی الناس اوشفیق علی الامة جوړکړي .

۴- زکوة دخپل رب دمالي نعمتونو شُکر دی

دزکوة په ورکړه سره انسان دخپل رب دهغه بي شمیره مالي نعمتونو شکر اداء کوي چې رب ورباندي په بي ساري ډول  لورولي دي .

۵-زکوة دیوفقیر دحیثیت ژغورل دي :

هغه نادار چې کیدلی شي په خپل زړه زور راولي اودذلت لاس نورو ته اوږد کړي چې له دي سره به يې حیثیت له مینځه تلل، که داسي فقیر ته زکوة ورکول شي اودی له دي ذلت څخه وژغورل شي نوله شکه پرته دهغه حیثیت يې وژغورل چې داپه حقیقت کې دانساني کرامت اوشرافت ژغورل دي

پاتې لري …

مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts