اګست 08, 2020

دزکوة دورکړي ځيني مقاصداوښېګڼې -۳-

دزکوة دورکړي ځيني مقاصداوښېګڼې -۳-

–  زکوة دجهاد بالمال یوه تدریبي مرحله ده

زکوة دجهاد بالمال لپاره یوتدریبي مرحله هم ده ،ځکه زکوة چې دشرائطو په وجودکې دخپل اضافي مال څلوېښتمه روفي ورکړه ده ،مګر دجهادبالمال لپاره بیاداسي شرائط اونصاب نشته بلکه چې څومره یوانسان کولای شي دخپل رب درضاء لپاره يې په جهاد له خپل مال څخه مصرف کړي هغومره ډیراجر ورباندي ترلاسه کولای شی  .

یوبل فرق يې داهم دی چې زکوة په کال کې یوځل وي مګر جهادبالمال په کال کې په میاشت کې په هفته بلکه په هره ورځ کې چې يې اړتیاشي دفرضیت درجې ته  رسیږي .

نودزکوة په ورکړه سره انسان آهسته آهسته دجهادبالمال دعظیمي فریضي اود لویو اجرونوخواته رادرومي اودالهي  احساناتودې بهیرته ځان رسوي .

۷- زکوة دغریب اوشتمن ترمینځ دمحبت اودعاسترلامل ده.

ډیروخت له یوه شتمن سره دیوه نادار ډول ډول حسد،کېنه ،بغض اوډول ډول عداوتونه وي مګر کله چې شتمن دخپل زکوة یوه برخه دغه غریب اونادارته ورکړي نوپه دې سره دغه ټول امراض یعني حسد،کینه ،بغض اوعداوتونه له مینځه یوسي  اواوس يې په زړه کې دغه ځای محبت ،دعاء اونور ې ولولي ونیسي .

۸-دزکوة په ورکړه فقیر دټولني دخوښیو شریک ګرزي .

نادار چې ځان دټولني دخوښیو څخه محروم ګڼي چې دایې دډیرو واجباتو دترک سبب هم جوړیږي  دزکوة په ورکړه سره  نه  یواځې داچې په ټولنه کې اودټولني په خوښیوکې شریک شي بلکه دډيروواجباتو داداء سبب يې هم شي .

۹- زکوة  په ورکړه سره دانانیت  مخه نیول کيږي

کله ناکله یوتن دشیطاني وساوسولاندي راشي اوداسي فکر غوره کړي چې بس هرڅه زما وي اوبل دي هیڅ نه لري  ددي تګلاري دبطلان لپاره دزکوة ورکړه ډیره موثره تمامیږي اودغه انانیت  ،تکبر اوعلو په اساني ورسره له مینځه ځي .

۱۰- دزکوة په ورکړه سره دمال اودولت وده کېږي .

الله تعالی فرمايې :یمحق الربوا ویربي الصدقات () سود دمال برکة اونماء له مینځه وړي اوزکوة اوصدقات مال اودولت  ته وده ورکوي .

که څه هم په ښکاره دزکوة په ورکړه سره خوڅلويښتمه روفي کميږي مګر داچې الله تعالی دغه کمښت په حقیقت کې دهمدغه مال تزکیه ،تطهیر اووده ګرزوي لکه له نصوصو څخه څرګنده شوي .

قال تعالى: “وما أنفقتم من شيء فهو يخلفه، وهو خير الرازقين ()هغه چې تاسو يې – په زکوة یاصدقه کې – ورکړه کوئ هغه نه کمیږي .الله تعالی ښه رزق ورکونکی دی .

Related posts