جون 04, 2020

دماشومانو دروژې مسائل ۲ برخه

دماشومانو دروژې مسائل ۲ برخه

په تېرپسي :

دماشومانو دیني تربیې ته پوره توجه کول !

 مسئله    : بعض  خلک دخپلوماشومانوڅخه   بي پرواوي  اودهغوئ  ددیني  تربیې لوري  ته  یې  هیځ  توجه  نه وي   تردي  چې  نه دماشوم  دلمانڅه  اونه  یې  هم  درژي  اونوروعباداتوپه   غم  کې  وي  ،اوځیني  یې  بیاداسې  وي  چې   ماشومان    له  خپل  موراوپلار  څخه  په  پټه  روژه  نیسې   ځکه که  یې  پلارخبرشې  نوغصه ورته  کوي  اودروژې    په خوړلویې مجبوره  وي  ځکه  دی  دافکرکوي  چې  داپه ماشوم ترحم اوشفقت ده ،خوافسوس چې دغه بی چاره پلار نه پوهیږي  چې  په  ده باندي دا    واجب  ده چې  خپل    ماشومان به  دنیکواعمالواوفرایضوسره  عادت کوي لکه     دطحطاوي عبارت چې     لیږوړاندي  تیرشو ؛همداراز  په حدیث شریف کې  راځي له صحابه  وڅخه نقل شوي چې  موږ به په وړوماشومانوروژ ه  نیوله  اوهغوئ    به مودساتیري   لپاره په یوه لوبه اخته کول  ترڅودروژه  ماتي  وقت  رانږدي  شې :   البته داهغه مهال چې ماشوم دروژې   دنیولوقدرت لري .

البخاري فتح رقم 1960

 

دنجونو لورې  ته هم پوره توجه کول !

مسئله :  دنجونومیندي بایددخپلو لوڼو دیني حالت هم په پام کې ونیسې  په ځانګړي ډول چې کله نجوني دلویښت مرحلي ته تازه   رسیدلي وی ،اویا په روژه کې رسیږي ،

ځکه  نجوني دناخبري اودشرم حیاله امله که دحیض بیماري ورښکاره هم شې نوروژه نه ماته وي ، حال داچې ددغي بیماری سره روژه نیول نه دی جائز  .

وفي فتاوی ابن عثمین : وينبغي الاعتناء بصيام البنت في أول بلوغها،فربما تصوم إذا جاءها الدم خجلا ثم لا تقضي .

که ماشوم نیولي روژه وخوري ؟

مسئله : که ماشوم روژه ونیسې اوبیایې دیوه عذرله امله وخوري نوقضایې ورباندي واجب نه ده  ،اوکه یې لمونځ قضاءکړ  نوموراوپلاردي په قضا راوړلو اوراګرزولوامرکوي .

الدرالمختار وردالمحتار  ۲\ ۴۰۹

پاتې لري …

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه .

Related posts