جون 04, 2020

دميرمنوتراويحوپه اړه:

دميرمنوتراويحوپه اړه:

لکه څرنګه چې دنارينه لپاره دروژې   په مبارکه مياشت کې تراويح کول سنت موکده دي  همداراز دميرمنو لپاره هم په روژه کې  تراويح کول سنت مؤکده عيني دي ،

پيغمبرصلی الله علیه وسلم چې دتراويحوکوم فضائل ذکرکړي هغه ترنارينه پوري ځانکړي شوي نه دي ، بلکه پيغمبرصلی الله علیه وسلم دټول امت يادونه کړي ، اوفرمایلي يې دي :

څوك  چې درمضان  په شپو كي  په  ايمانداري اواخلاص  سره  قيام  [ دشپي  عبادة ، تراويح  ]  كوي  نولوى  خداى  به  يې  له ګناهونو څخه داسي پاك  كړي   لكه   له مور نه   ږيږيدلى ماشوم  .

او  دابوهریرة رضی الله تعالی عنه  څخه روایت ده چې  پیغمبرصلی الله   علیه  وسلم وفرمایل  ځوک چې  دروژې   په میاشت کې دشپې عبادت [یعني تراويح ] کوي  په پوره ایمانداري اواخلاص  سره نوهغه ته به وړاندي ټول ګناهونه معاف شې   الترغيب  ۱\ ۲۵۸ .

اوپه یوه بل روایت کې راغلي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل بی شکه الله تعالی درمضان المبارک روژه په تاسوفرض کړي اومایې دشپې قیام یعني تراویح سنت ګرزولي دي تاسوته نوڅوک چې يې په ایمانداري اواخلاص سره اداکړي  نوله ګناهونوڅخه به داسې پاک شې لکه له موره زیږیدلی ماشوم   . الترغيب  ۱\ ۲۵۸

اوابوسعيد الخدري  رضی الله تعالی عنه  وايې  : چې  پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : كله چې دروژې   مباركي اوله شپه شي  نود اسمان دروازي خلاصي شي ،دروژې    تراخيري شپي  پوري  يوه  دروازه  هم  نه بنديږي  .  اوداسي مؤمن بنده  به نه وي  چې دى دروژې    په شپه كي  لمونځ  كوي  مګر لوى خداى  هغه ته په هره سجده  پنځلس  سوه  نيكي  ليكي  او  په جنة كي دده لپاره  يوه ماڼۍ  جوړه  وي . الترغیب ۱\ ۲۵۸ .

Related posts