اکتوبر 25, 2020

دميرمنو دتراویحومسائل ۲ برخه

دميرمنو دتراویحومسائل ۲ برخه

که څه هم دميرمنوتراويح په کورکې په جماعت سره جائز دي خوافضل ..

مسئله  :  په كور كښي  که یومحرم امام ميرمنو ته تراويح  په جماعت سره ورکوي نو جائزي دي ، لكن  بهتره داده چې بي دجماعت  دي تراويح وكړي  . [ كه يې  لمونځ  په  صحيح   مسنونه طريقه سره اداكولى   شو ]

عن ابن مسعودرضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله قال صلوة المرأة في بيتها افضل من صلوتهافي حجرتهاوصلوتها فی مخدعها افضل من صلوتها في بيتها .اخرجه ابوداود .وابن خزيمة وغيرهما .الترغيب ۱\۱۳۵کنـزالعمال ۸\۲۵۹

ژباړه :دمیرمنې  لمونځ دکورپه خونه کې غوره ده تردي چې په کوټه[یاسرلوڅی خونه] کې یې کوي ،دکورپه یوه ګوښه کې یې لمونځ تردي غوره ده چې په کورکې یې کوي .

الهنديه ۱\۸۵

اودکلي مسجدته دښځو تلل مکروه  دي  کمافی الفتاوی العثماني ۱\۴۷۱  وفی الهنديه ۱\۸۹ وکره لهن حضور الجماعة الاللعجوز في الفجر والمغرب والعشاء والفتوی اليوم علی الکراهة في کل صلوة لظهورالفساد ،کذافي الکافي  ومثله فی الدرالمختار ۱\۵۶۵ ط سعيد وجديد ۲\۳۶۷

البته په بحراوشامي کي دکراهة قول دعدم وجود الرجال والمحرم په حق کي نقل شوي کمافي البحر ۱\۶۱۶  وکذلک يکره ان يؤم النساء في بيت وليس معهن رجل ، ولامحرم منه  مثل زوجته  وأمته واخته فانکانت واحدة منهن  فلايکره ،وکذلک اذا امهن في المسجدلايکره

الشامي ۲\۳۶۸

که په ښځوکې حافظاني وي نوبياهم تراويح په جماعت سره کول ورته مکروه دی

مسئله  : که ښځې دقرآن کريم حافظاني وي نودامام صاحب په نزد په کورکې دتراویحوجماعت ورته مکروه دی ، که څه هم دنوروامامانوپه مذهب ورته جائز دی ، لهذا بهتره داده چې تراويح په انفرادي حالت سره وکړي ،

اویوه وجه یې داهم ده چې دډیرو علماو په نزد دښځو صوت هم ستردی  لکه په مالابدکې قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله ليکلي : درنوازل ګفته که اواز زن عورت است  ابن همام کفته که برين تقدير اګرزن قرائت به جهر خواند نمازش فاسد شود . اوپه الدرالمختاروردالمحتار طبع جديد کي ۲\۳۶۷ راغلي  : ويکره جماعتهن تحريما  فتح

مجالس الابرار ۱\۳۱ :  وفتاوی الرحيمية ۴\۳۹۸ –  ۳۹۹

Related posts