اکتوبر 24, 2020

دماشومانودروژې مسائل ۳ برخه

دماشومانودروژې مسائل ۳ برخه

په تېرپسي ..

روژه اودماشوم زده کړه !

مسئله  : موراوپلار بایدپه روژه کې ماشوم په زیات تعلیم اوزده کړه مجبور نه کړي بلکه په دغه وقت کې دروژې   په نیولودقرآن کریم په تلاوت اونورواذکاروپه سرته رسولو باندي باعث کړي څوماشوم دښي تقوا درلودونکی شې     فتاوی دارالعلوم دیوبند ۱\۴۹۱    :

 

مسئله  :که یوماشوم یاماشومه  درمضان المبارک  په میاشت  کې په ورځ کې دلویښت یعني بلوغ درجي ته ورسیده اوروژه یې نه وه  نوپاته ورځ خوراک اوڅښاک نه دی ورته جائز  ترماښامه به څه نه خوري ،داورځ یې له روژي نه ګڼله کیږي  خوددي ورځي قضاء هم ورباندي لازمه نه ده .

البحرالرائق ۲\۲۸۸

ماشوم  ته دسمې روژې  ښوونه کول !

مسئله  : لکه څرنګه چې دموراوپلار مسئوليت دی چي اولاد دی په روژه نيولوعادت کوي چې طاقت يې وي ،نوهمداراز دموراوپلارمسئوليت دی چې ماشوم ته دسمي روژي لارښونه وکړي ، یعني ماشوم بایدپوه کړي چې په روژه کې جنګ جګړي کول ، بدرد ویل ، دروغ  اوغیبت کول  ، یاخلګوته ضرر رسول اوداسې نوروګناهونوسره دروژې   دنيولو هيڅ ثواب نه وي ،همداراز په پلارباندي لازمه ده چې خپل ماشوم ته دروژې   فاسده ونکي  اوماتونکي هم  وښايې  .

 

يشرع للأبوين أن يعودا أولادهما على الصيام في الصغر إذا أطاقوا ذلك ، ولو دون عشر سنين ، فإذا بلغ أحدهم أجبروه على الصيام ، فإن صام قبل البلوغ فعليه ترك كل ما يفسد الصيام كالكبير من الأكل ونحوه . والأجر له ، ولوالديه أجر على ذلك

. فتاوى الصيام

 

ماشوم له روژې نیولوڅخه مه منع  کوئ !

مسئله  : که یوماشوم وایې چې زه روژه نیسم اوطاقت يې هم لري اوموریاپلار یاسرپرست  يې ځیني منعه کوي نوپه دې  سره یې مور اوپلار ګناهګاريږي ،ځکه دانهی عن المعروف دی چې ګناه ده  ،

اوکه ماشوم دروژې   نيولو طاقت نه درلود اوبیایې ویل چې روژه نيسم  اوپلار یامور ځیني منعه کول نوبیانه ګنهګاریږي ، البته  په ماشوم دي نور ټينګار هم نه کوي ،یعني په دي خبره دي نه مجبوره کوي چې خامخوا به روژه نه نیسې . اوداځکه چې که په ماشوم روژه هروخت تکليف شې نوخوراک یې ورته روا ده ، اوقضاء يې هم ورباندي نشته لکه وړاندي چې دغه مسئله تيره شوه .

  الطحطاوي  علی  مراقي الفلاح ص\۱۷۳

ماخذ:فتاوی الصیام لمفتي ابي یاسر عفی عنه

Related posts