جون 04, 2020

په اسلام کې دصدقې … ۲ برخه :دمالي جهاد دقبولیت شرائط .

په اسلام کې دصدقې … ۲ برخه :دمالي جهاد دقبولیت شرائط .

په تېرپسي :

۲=   وقال الله تعالی :الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ * [البقرة: 261 – 263].

ژباړه : هغه خلګ چې خپل مالونه په جهاد کې مصرفوي اوبیا په هغوخلقوچې دوئ ورباندي مصرف کړي کوم احسان بار نه کړي اونه ورته کوم اذی اوضرر ورسوي نودې خلقوته دخپل رب په وړاندي د مال دلګولو پوره اجر شته  ،په دوئ به په دنیاکې کوم خوف رانشي اونه به په اخرة کې خفه شي .

لنډتفسیر :په دې ایة کې دجهادبالمال  دمقبولیت شرائط ذکرشوي دی اوهغه دادي چې  هرڅوک چې وغواړي دجهاد بالمال عظیمه فریضه اداء کړي اوپوره اجر يې ترلاسه کړي نودادوه شرطونه به ضرور ورسره سرته رسوي :

لمړی داچې ددې ورکړي مال احسان به په هیچانه اچوي بلکه خالصة به يې دالله تعالی درضاء لپاره یادجهادبالمال داجرموندلو یادجنت دترلاسه کولوپه نیت ورکوي .لکه په بل آية شریف کې راغلي :وماتنفقون الاابتغاء مرضاة الله … الایة

اودوهم به ددې ورکړي مال په لامل چاته ضرر نه رسوي ،یعني نه هغه مجاهدته چې ده دجهادبالمال لپاره مال ورکړی اونه نورو مسلمانانو ته .

یودریم شرط په احادیثو کې ذکرشوی دی چې هغه دادی چې دغه مال به حلال اوپاک وي اوبیابه يې طیب دنفس سره ورکړه کوي .

نوددې شرائطو له وجود څخه وروسته له شکه پرته چې الله تعالی به هغه ټول اجرونه ورکړي چې همدغه آية کې يې نمونه ذکرشوي ده .

یعني الله تعالی به يې دجهادبالمال په برکت سره په دنیا کې هم له هرډول فریشانیو څخه وساتي اوپه آخرة کې به يې هم خپل رب له هرډول غمیزو اوتکالیفو څخه محفوظ کړي  .

حضرت عبدالرحمن بن سمرة رض فرمايې : دتبوک دغزاء په مهال حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته – دجهادبالمال په ترڅ کې – زر دیناره راوړواودرسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندي يې کېښودو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې اړولي رااړولي اوویل يې :که عثمان له دې وروسته هیڅ دخیر عمل ونه کړي نوداعمل یې هم کافي دی ،

اودابوسعیدخدري رض په روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لاسونه پورته کړي وو اودعاء يې کوله :ای دعثمان ربه زه خوله عثمانه راضي یم ته ځيني راضي شي دادعاء يې دسپېدو ترختوپوري کوله چې سپېدې وچودې نودا آية نازل شو: الذين ینفقون اموالهم في سبیل الله ثم لایتبعون  ماانفقوا منا ولا اذی …الایة

في تفسیر طبري ۵\۵۱۸  قال أبو جعفر : يعني – تعالى ذكره – بذلك : المعطي ماله المجاهدين في سبيل الله معونة لهم على جهاد أعداء الله . يقول – تعالى ذكره – : الذين يعينون المجاهدين في سبيل الله بالإنفاق عليهم وفي حمولاتهم ، وغير ذلك من مؤنهم ، ثم لم يتبع نفقته التي أنفقها عليهم منا عليهم بإنفاق ذلك عليهم ، ولا أذى لهم . فامتنانه به عليهم بأن يظهر لهم أنه قد اصطنع إليهم – بفعله وعطائه الذي أعطاهموه تقوية لهم على جهاد عدوهم – معروفا ، ويبدي ذلك إما بلسان أو فعل . وأما ” الأذى ” فهو شكايته إياهم بسبب ما أعطاهم وقواهم من النفقة في سبيل الله ، أنهم لم يقوموا بالواجب عليهم في الجهاد ، وما أشبه ذلك من القول الذي يؤذي به من أنفق عليه ….

قال عبد الرحمن بن سمرة : جاء عثمان بألف دينار في جيش العسرة فصبها في حجر رسول الله صلى الله عليه وسلم فرأيته يدخل يده فيها ويقلبها ويقول : ما ضر ابن عفان ما عمل بعد اليوم اللهم لا تنس هذا اليوم لعثمان . وقال أبو سعيد الخدري : رأيت النبي صلى الله عليه وسلم رافعا يديه يدعو لعثمان يقول : يا رب عثمان إني رضيت عن عثمان فارض عنه فما زال يدعو حتى طلع الفجر فنزلت : الذين ينفقون أموالهم في سبيل الله ثم لا يتبعون ما أنفقوا منا ولا أذى ..

پاتې لري ….

Related posts