جون 04, 2020

په روژه کې دمسواک وهلو فقهي مسائل !

په روژه کې دمسواک وهلو فقهي مسائل !

په روژه  کې مسواک وهل !

مسئله : که څه  هم   په  روژه کې دخولي  بوی  په  الله  تعالی  ښه  لګیږي    ولي  بیاهم  مسواک وهل   سنة دي  ، نوداوداسه  په مهال  دي   مسواک نه پریږدي    : (۱)

 

په روژه کې هروقت د مسواک استعمال !

مسئله  :  مسواک  دروژې  مبارکي په  ټوله  ورځ  کې دهراوداسه سره   وهل سنت دي  .   همدارا ‍ز دوچ مسواک اولانده مسواک   فرق  نشته  ، ددواړوډولونو مسواکونو وهل    جائز دي ، همداراز که  مسواک  له خولي  راوباسې  اوبیایې لیږشیبه ورسته بیاپه غاښونواستعمال کړي   نو  روژه  نه  ماتیږي   همدارازکه  دمسواک رطوبة اوحرارت  په  خوله یاستوني   کې محسوس  کړي  نوهم  روژي  ته  تاوان  نه   رسیږي : (۲)

په روژه کې د خواږه یاترخه مسواک استعمال!

مسئله  :هغه  مسواکونه چې په خوله  کې  یې  خوندځې لکه تازه  شین مسواک [یامشهورسیاه بندي مسواکونه ] یاهغه ډول  مسواکونه چې  دنه  خرابیدولپاره پري دوا مښل  شوي  وي  ، یاهماغه مسواکونه چې  دلیمویانورودذائيقي  طعم  اوخوندولري   نوروژه مکروه  کوي ، اوکه  یې  دغه ډول مسواکونه  وهل  اوخوندیې  تیرشونوروژه   یې ماته   ده ،  اوقضاورباندي لازمه ده  (۱)

 

په روژه  کې ددندانسه  یاټوتهـ  پیسټ استعمال !

مسئله : په  روژه  کې   دغاښونودوا لکه  توته  پیسټ  ، منجن  یادندانسه  استعماله    ول  مکروه  دي  که  یې  یوشی  ځیني  تیرشونوروژه یې  ماته  ده   . (۲)

 

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

Related posts