اکتوبر 25, 2020

ایا دمیرمنو لپاره دسُندر استعمال رواده ؟

ایا دمیرمنو لپاره دسُندر استعمال رواده ؟

الاستفتاء : دمیرمنو لپاره دسُندر استعمال شرعاجائز ده اوکنه په موږ افغانانو کې هم ځيني قومونو کې  میرمني دغه سندر  دخوښیو یانورو مراسمو کې استعمالوي  نوکه په دې اړه معلومات راکړئ احسان به مووي .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دمیرمنو لپاره دزینت هغه طریقي اختیارول مناسب دي چې کوم شرعي قباحت په کې نه وي .

سُندر دهندوانو دمذهبي رسوماتو اوپه ځانګړي ډول په کوزدو اوودونوکې ددوئ مذهبي رسم ګڼل کيږي نودداسي  څېزونو استعمال په هغه طریقه چې کفار يې دیوه مذهبي رسم په بناء استعمالوي په اسلام کې منع ګرزول شوي .

دحضرت عبدالله  بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : من تشبه بقوم فهو منهم.  سنن أبي داؤد، کتاب اللباس، باب في لبس الشهرة، 2: 559، رقم: 4031،

ابو حامدعفی عنه

Related posts