نوومبر 26, 2020

دتلاوت دسجدې فقهي مسائل

دتلاوت دسجدې فقهي مسائل

 

که امام دسجدي دآية له لوستلوسره سم سجده ونه کړه نوسجده سهوه به کوي

مسئله  : که په لمانځه کې امام دسجدي آیة ولوستل نوسمدستي سجدي ته تلل یعني سجده تلاوت اداکول  ورباندي واجب دي  ، که یې سجده ونه کړه بلکه دري یازیات آیتونه یې ولوستل بیاسجدي ته ولاړ ياځيني هيره شوه نوپه تاخير به يې سجده سهوه کوي ، اوکه یې سجده سهوه ونه کړه نوهغه لمونځ به بيرته راګرزوي ،

بحرالرائق ۱\۸۶ وفي الهندية ۱\۸۱  فتاوی الرحمية ۴\۳۹۴ –  ۳۹۵

په رکوع ياسجده کې دسجده تلاوت نيت کول .

مسئله  : په لمانځه کې  دسجدي تلاوت داداکولو یوصورت دادهم ده چې کله امام دسجدي آيت ووایې نوسمدستي دي  دلمانځه رکوع ته ولاړشې اوپه دغه رکوع کې دي دسجدي تلاوت نيت هم وکړي ، اوکه يې په رکوع کې نيت ونه کړ اوسجدي ته پسي ولاړ نوپه سجده کې که نيت ونه کړي هم سجده تلاوت اداکيږي  ،

اوکه امام په رکوع کې دسجده تلاوت نيت وکړي اومقتديانو دسجدي تلاوت نيت نه وکړی نودمقتديانوسجده تلاوت نه اداکيږي  البته چي سجدي ته ولاړشې نوپه سجده کې چونکه نيت ته اړتیانشته نوځکه هلته دمقتديانوسجده تلاوت هم اداکيږي  نوپه داسې صورت کې په کاردی چې امام دي هم په رکوع کې نيت نه کوي بلکه دسجده تلاوت نيت دي هم په سجده کې وکړي . نوبه دامام اومقتديانو ټولوسجده تلاوت په يوه ځای اداشې  .

الدرالمختاروردالمحتار ۱\۷۲۳- ۷۲۴  بحوالة الفتاوی الرحيمية ۴\۳۹۶

البته : څرنګه چې خلګ له دغه مسائلو څخه نه دي خبر نوبهتره داده چې خلګ وړاندي خبرکړي اوبیادسجده تلاوت دآية څخه وروسته سمدستي سجده تلاوت اداکړي . کذافي فتاوی الرحيمية.

که دسجده تلاوت آيات له سجدي وروسته په دوهم رکعت کي  بياووايې نو..

مسئله :که یو امام په  لمانځه کي  آیة دسجدي وویل  سجده دتلاوت یې اداکړه  بیرته چي له سجدي راپورته شو نوبیایې هغه دسجدي آیة وویل  نودوباره  سجده تلاوت ورباندي نشته  هغه وړاندینۍ سجده یې کافي ده ، فتاوی رحیمیه  .

الهنديه ۱\۱۳۵

که يې دسجده تلاوت دوه سجدي وکړي

مسئله : که یوسړي دسجدي تلاوت دوي سجدي وکړي نوڅرنګه چې تاخير دفرضو راځې نودلمانځه په اخير کې به سجده سهوه کوي  اوکه يې سجده سهوه ونه کړه نوبيرته به هغه دوه رکعتونه تراويح یالمونځ راګرزوي ، اوکه یې په اجتماعي ډول باندي ر اونه ګرزولي نووروسته دي انفرادا یعني تنها تنها به راګرزوي ، کذافي فتاوی رحيمية

دحوالو لپاره وګورئ فتاوی الصیام  لابي یاسر

Related posts