جون 04, 2020

په اسلام کې دصدقې … ۳برخه

په اسلام کې دصدقې … ۳برخه

قال تعالى: ﴿مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ﴾ [البقرة: 245]

ژباړه : څوک دي هغه چې الله تعالی ته قرض حسنه ورکړي اوهغه يې څوچنده ډیر ه بدله ورکړي – یعني جنة – درزق کمښت اوډيرښت الله تعالی کوي اوهغه ذات ته دټولو رجوع اوورتلل دي .

لنډتفسیر : دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې دغه آية په مالي جهادکې نازل شوی دی ،یعني هرڅوک چې په ښه نیت اوښه طریقه سره خپل مال په جهاد کې مصرف کوي نوهغه خپل مال الله تعالی ته قرض ورکوي اوهغه به يې په بدله کې دومره زیات اجر ورکړي چې حساب به يې نه وي یعني جنت به ورکړي .

روایاتو کې راغلي ددې آیة له نزول څخه وروسته حضرت ابودحداح رضی الله تعالی دشپږو سوو درختو دخورماوویوباغ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندي کړ  اوورته ويې ویل : دالله تعالی رسوله ! دغه باغ الله تعالی ته قرض ورکوم  -دالله تعالی په لاره کې یې مصرف کړه – له هغه وروسته ابودحداح رضی الله ولاړ اوخپلې میرمني ته يې وویل : ام دحداح !خپل ماشومان او کډه له باغه راوباسه ؛ځکه باغ مي الله تعالی ته قرض ورکړ .هغې ورته وویل : ابودحداح – ربح بیعک- ګټمنه سودا دي کړي ده .دوئ له باغه خپله کډه بارکړه اوباغ يې دالله تعالی په لاره کې وړاندي کړ.رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی ابودحداح ته په جنت کې داسې بي شمیره دکجورو درختي ورکړي چې ښاخونه يې دیاقوتو او حسینو ملغرومرصع شوي .

داوړانديني ذکرشوي اجرونه  دهغه چاله پاره دي  چي صرف په جهاد کې  انفاق یعني خپل مال مصرف کړي  اوخپله جهادته ولاړ نشی .

اوکه یې دواړه وکړو یعني هم یې مال په جهادکې مصرف کړاوهم په خپله جهاد ته ولاړ   نوبیائي اجریوپه اوه لکه دی

 

کماقال (ص) من ارسل نفقة فی سبیل الله واقام فی بیته فله بکل درهم سبع مأة درهم ومن غزابنفسه في سبیل الله وانفق في وجه ذالک فله بکل درهم سبع مأة الف درهم رواه ابن ماجة من حدیث عدة من کبارالصحابة .

او په شفاء الصدورکې راغلي : که څوک په مال اونفس دواړوجهادوکړی نولوی خدای جل جلاله به  یو په ۴۹۰۰۰۰۰۰۰۰اجر ورکړي  .

قال صاحب شفاء الصدورعن الحجاج ابن الفرافصه قال بلغناانه من خرج غازیافی سبیل الله بماله ونفسه کان له بکل درهم سبع مأة ضعف کل ضعف سبعون الفاً انتهی دالله رسول هم په انفاق فی سبیل الله زیات خوشحالیږي کماقال الراوی قدجهزعثمان  جیش العسرة بالف دینارفصبهافی حجرالنبی (ص) فجعل النبی (ص) یقلبهابیده ویقول ماضرعثمان ماعمل بعدالیوم یرددهامراروقال اللهم ارض عن عثمان فانی عنه راض رواه احمدوترمذی من حدیث عبدالرحمن ابن سمرة ،

Related posts