جون 04, 2020

په روژه ماتې انفرادي دعاء اوکه اجتماعي ؟

په روژه ماتې انفرادي دعاء اوکه اجتماعي ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! اوریدلي مودي چې دروژه ماتي په مهال دعاء قبلیږي نوپوښتنه داده :چې اجتماعي دعاء ښه ده اوکه انفرادي دعا؟ بینواتوجروا .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:دروژه ماتي په مهال دعاء قبلیږي ، بهتر دادی چې هر روژه دار دروژه ماتي په مهال انفرادي دعاء وکړي ،خوکه  اجتماعي دعاء وکړي نوهم پروا نه لري ،خواجتماعي دعاء دي په خلقوباندي لازمه نه ګرزوي ،په احادیثو کې همداراز دفقهي په کتابونوکې چې ددعاء کوم الفاظ راغلي هغه هم ټول دانفرادي دعاء دي .

عبد الله بن عمرو بن العاص، يقول: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن للصائم عند فطره لدعوةً ما ترد». قال ابن أبي مليكة: سمعت عبد الله بن عمرو، يقول: إذا أفطر: اللهم إني أسألك برحمتك التي وسعت كل شيء أن تغفر لي”.

وعن النبي صلی الله علیه وسلم  انه قال … :بسم  الله والحمدلله اللهم لك صمت،وعلى رزقك افطرت،وعليك توكلت سبحانك وبحمدك تقبل منّي ﺇنّك أنت السميع العليم  .  الدارقطني  رسالة فضائل الرمضان ص\۲۱۰

وفي روایة البیقهي   : الحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ  . (بيهقي شعب الايمان 3\408)

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts