جون 04, 2020

آیا میرمني په اعتکاف کې دکور ځيني کارونه کولای شي!

آیا میرمني په اعتکاف کې دکور ځيني کارونه کولای شي!

الاستفتاء :محترم مفتي صاحب !یوه میرمن کولای شي چې په اعتکاف  کې  دکور کار وکړي مثلا :خپله خونه جاروکړي  ،یادروژه ماتي لپاره سالن – کتغ –  تیارکړي ،یادپېشلمي لپاره سالن تود کړي یانور داسي کارونه وکړي . بینوا توجروا .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:هغه خونه چې میرمنې داعتکاف لپاره ځانګړي کړي ده هغه  ددې لپاره دمسجدحکم لري ،اومعتکف په مسجدکې دننه هرمشروع کار کولای شي مثلا دمسجدجاروکول ،دلاسونو وینځل ،دکالووینځل اوداسي نور نومیرمني هم داعتکاف په ځای کې داکارونه کولای شي .

مګر داعتکاف له ځایه باهر داکارونه نشي کولای اوکه یې کوم داسي کار وکړ نومسنون اعتکاف يې پای ته رسیږي . البته پاته اعتکاف يې نفلي ګڼل کیږي .

لمافي  الفقه  الحنفي  ۱\۴۳۲  فاذا خرج بغير حاجة  من هذه الحاجات  فسد اعتكافه  المنذور  وانتهى  اعتكافه المستحب  والمسنون  . وفي مراقی الفلاخ و الطحطاوي وانتهی بالخروج غيره ای غيرالواجب وهوالنفل  الخ وفی الطحطاوی ولاتخرج  منه اذا اعتكفت  فلوخرجت  لغير عذر يفسد واجبه   وينتهي  نفله  الخ

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

۱۴۴۱\۱۲\رمضان

Related posts