اګست 04, 2020

دمیرمنوداعتکاف مسائل ۱برخه

دمیرمنوداعتکاف مسائل ۱برخه

ميرمني به داعتکاف لپاره ضرور يوځای معلومه وي

مسئله :   ميرمني  دي  دكور په مسجد كښي[ يعني هغه ځاى  چي  په كور كښي دښځو دلمانځه لپاره  معلوم  شوي وي ]   اعتكاف  كوي  او كه يې  په  كور كښي  داسي ځاى  نه وي  نوبيا دي دكور  يوه  خونه يا دخوني  يو كنج  اوزاويه  دلمانځه  او اعتكاف  لپاره  معلوم  كړي  اوبيا دي  په  هغه ځاى  كښي   داعتكاف نيت وكړي  .

كه يې  یوه خونه یا په خونه کښی يوځاى  دلمانځه اواعتكاف لپاره معلوم  نه  كړ  اوهسي  په  خونه كښي  يې  اعتكاف كاوه  نو دا اعتكاف يې صحيح  نه ده  .

في الهنديه ۱\ ۲۱۱ وان  لم  يكن  في بيتها مسجد  تجعل  موضعا منه مسجدا فتعتكف فيه  .

الموسوعة الفقهية ۵\۱۷۸  .

ميرمنوته داعتکاف خونه دمسجد حکم لري 

مسئله   :  ميرمني  چي  په  كوم  ځاى  كي  اعتكاف  كوي  نو هغه ځاى  ددوۍ  لپاره  دمسجد حكم  لري   بي   دشرعي  عذرونو  نشي  ځيني  وتلاى   كه  بي  عذره  ځيني  ووتل اعتكاف يي فاسديږي   كه واجب او نذري اعتکاف   وو بيرته به يې راګرزوی ،اوكه مسنون یانفلي  وو نوهغه په داسي وتلو سره پاى  ته رسيږي  .البته په مسنون اعتکاف کې به یوه ورځ قضاء راګرزوي اوپه نفلي کې قضاء نشته .

مراقي الفلاح  وطحطاوي ص\ ۶۹۹

 

دميرمنوداعتکاف له شرائطوڅخه

مسئله : ميرمنوته داعتكاف  لپاره یوشرط  داده چي  له ځانګړو بيماريو[ حيض  اونفاس ] څخه به پاكي وي  . اوكه كومي  ميرمني  ته  دا بيمارۍ  ورپيښه شي  نو داعتكاف له ځايه دي وزي  ، اواعتكاف يې پاي ته رسيږي   : ا و دیوی ورځی داعتکاف قضادی راوړی   ددی مسئلی تفصیل وروسته راروان ده .

ردالمحتار ۳\۴۹۵

Related posts