اکتوبر 25, 2020

دمیرمنو داعتکاف یوه استفتاء

دمیرمنو داعتکاف یوه استفتاء

محترم مفتي صاحب !زه په اعتکاف کې یم  ،اوزموږ والده شریفه  هم په اعتکاف کې وه ،بیاپه کومه خونه کې چې هغې داعتکاف نیت کړی و له یوي شپې تریولو وروسته  له هغې خوني څخه  وتلي وه بلي خوني ته ،ویل يې په دي خونه کې ویریږم یادماشومانو رش ده ، نواوس يې اعتکاف څرنګه ده ؟ یوطالب

الجواب حامدا ومصلیاوبعد: په مذکوره صورت کې دماشومانو رش یا هسي ویره شرعي عذر نه ده ،اوڅرنګه چې هغه خونه ددې په حق کې دمسجد حکم لري نومعتکف چې له مسجدڅخه دشرعي عذر پرته ووزي اعتکاف يې فاسدیږي ،لهذا مسنون اعتکاف يې پای ته رسیدلی البته پاته اعتکاف يې نفلي ګرزي ،اونفلي اعتکاف کې کوم مشکل نشته .

لمافي مراقي الفلاح  وطحطاوي ص\ ۶۹۹  فتلك البقعة  في حقها كالمسجد الجامع  في حق الرجل   لاتخرج  منها  الا لحاجة  الانسان  الخ  وفی الطحطاوی  لاتخرج منه اذا اعتکفت فلوخرجت لغيرعذريفسد واجبه     وينتهي  نفله  الخ وکذافي سائر کتب الفقه

کتبه :مفتي ابویاسرعفی عنه

Related posts